تاند ( سه شنبه، د میزان ۸) د حزب اسلامي شوراګانو په مزار شریف ښارکې د یوې سترې ولسي غونډې پرمهال د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې سلګونه کسانو ګډون کړی دی او په یوه خوله د روانې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي، د بین الافغاني خبرو ملاتړي دي خو باید ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي او روانه جګړه دې پای ته ورسوي.
د غونډې ګډونوالو دغه راز د اوربند غوښتونه وکړه او د دواړو لورو له مذاکراتي پلاوو یې وغوښتل چې ژر ر ژره دې پر اوربند سره سلا شي او د افغان وژنې روان بهیر دې ودروي.
دا غونډه داسې مهال جوړېږې چې هم مهال په دوحه کې د افغان او طالب پلاو ترمنځ له تیرو ۱۷ ورځو راهیسې خبرې روانې دي خو لا هم پر اجنډا هوکړې ته نه دي رسېدلي.
آیا د حزب اسلامي شوراګاني کوم نوی حزب دی اوکه په ګلبدین پورې اړه لري؟ ځکه د ګلبدین مفکوره خو د شر او جنګ خپرول دي نه سوله او اوربند؟