Homeخبرونهد سعودي په کوربتوب د یوې اونۍ لپاره د ښځینه لوبغاړو لوبې...

د سعودي په کوربتوب د یوې اونۍ لپاره د ښځینه لوبغاړو لوبې پیلېږي

تاند (سې شنبه د میزان ۸) د رسنیو د راپورونو له مخې سعودي عربستان کې د ښځینه لوبغاړو د یو لړ لوبو سیالۍ پیلېږي.

د سعودي عربستان حکومت ویلي چې دغه هېواد کې به د یوې اونۍ لپاره د ښځینه لوبغاړو د یو لړ لوبو سیالۍ تر سره شي چې دا به یو نړیوال ټورنمېنټ وي.

سرچینې زیاته کړې د ښځینه لوبغاړو د سیالیو دا ټورنمېنټ دوه پړاوونه لري چې بېلا بېلو لوبو سیالۍ پکې تر سره کېږي.

دغو لوبو ته له اروپا او د نړۍ له یو شمېر نورو هېوادونو هم ښځینه لوبغاړې وربلل شوي او ورغلې دي.

د سعودي عربستان حکومت ویلي چې د لوبو دا سیالۍ به د روغتیايي تدابیرو په پام کې نیولو سره تر سره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...