Homeخبرونهد میزان په ۱۲مه د دولتي ښوونځيو پاتې ټولګي هم پیلېږي

د میزان په ۱۲مه د دولتي ښوونځيو پاتې ټولګي هم پیلېږي

تاند ( سه شنبه، د میزان ۸) د افغانستان د پوهنې وزارت مسولان وايي، د کابينې د پرېکړې پراساس د دولتي ښوونځيو له لومړي ترلسم تولګيو کې هم حضوري زده‌کړې د روانې میزان مياشتې په ۱۲مه نېټه پيلېږي.

د دغه وزارت وياندې نوريه نزهت وایي، د دوشنبې په ورځ د ولسمشرغني په مشرۍ د کابينې غونډې د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو ګډه غوښتنه ومنله، چې له مخې يې بايد د دولتي ښوونځيو په پاتې ټولګيو کې هم حضوري زده‌کړې پيل شي.

هغې زياته کړه، دغه پرېکړه کې د مرکز او ولايتونو ټول ښوونځي شامل دي.

تر دې وړاندې کابينې د پوهنې وزارت د غوښتنې پر بنسټ د روان کال د تېرې سنبلې مياشتې په ۱۵مه نېټه د دولتي ښوونځيو په يوولسم او دوولسم ټولګيو او د خصوصي ښوونځيو ټولو ټولګيو کې د حضوري زده‌کړو د پیل اجازه ورکړې وه.

تېر کال د حوت په مياشت کې له کورونا سره د مبارزې عالي کمېټې پرېکړه کړې وه چې، په ښوونځيو او پوهنتونونو کې دې حضوري زده‌ کړې د یاد ویروس د لا خپرېدو له کبله نه پيلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...