جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمک ماسټر: له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د ټرمپ...

مک ماسټر: له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د ټرمپ او سپینې ماڼۍ تګلاره سمه نه ده

تاند (سې شنبه د میزان ۸) مک ماسټر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان له القاعده شبکې سره اړېکې لري.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار ویلي، طالبان په افغانستان کې جګړې کوي او زیاتوي چې ټرمپ د یوې ناکامې تګلارې پر مټ له دغه ډلې سره مذاکرات پیل کړي دي.

نوموړي د افغان سولې برخه کې د ټرمپ او سپینې ماڼۍ اوسنۍ تګلاره چې له طالبانو سره خبرې کول دي غلطه او ناکامه بللې ده.

ماسټر دغه راز څو ورځې وړاندې په خپلو خبرو کې ویلي وو چې د امریکا دولت د یو شمېر رسنیو په مرسته هڅه کوي څو د افغان سولې روانه پروسه تخریب کړي.

د هغه په خبره ترهګرې ډلې تر پخوا ډېرې پياوړې شوي دي او هغه قوت یې چې پخوا درلود اوس یې د هغه څو چنده لري.

https://taand.net/%d9%85%da%a9-%d9%85%d8%a7%d8%b3%d9%bc%d8%b1-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%a7%d8%ac%d8%a7%d8%b2%d9%87-%d9%88%d8%b1%da%a9%da%93%d9%84-%d8%b4%d9%88%db%90-%da%86%db%90/

مک ماسټر د امریکا د ملي امنیت ادارې پخوانی سلاکار پاتې شوی چې اوس په افغانستان کې د ټرمپ او سپینې ماڼۍ پر تګلارو او پلانونو نیوکې کوي او روان وضعیت د امریکا د ملي امنیت په زیان بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب