Homeسپورتد (آی پي اېل) لسمه لوبه سوپر اورکې د بنګلور لوبډلې وګټله

د (آی پي اېل) لسمه لوبه سوپر اورکې د بنګلور لوبډلې وګټله

تاند ( سه شنبه، دمیزان ۸) د هند غوره ليګ ( آي پي اېل) سیالیو لسمه لوبه تېره شپه د رایل چلېنجرزبنګلور او ممبی انډينز ترمنځ ترسره شوه.

په دې لوبه کې لومړۍ توپوهنه رایل چلېنجرزبنګلور بنګلور ترسره کړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته د ۲۰۲ منډو هدف ورکړ.

په لومړۍ پاڼې کې د بنګلور لوبډلې درې لوبغاړو نیمه سلیزه ووهله.

مقابلې لوبډلې ممبی انډینز که څه هم پيل کمزوری وو خو په وروستیو کې د اېشان کېشن او پولارد بریدګرې توپوهنې لوبه سوپر اور ته ورسوله.

په دې پاڼې کې کېشن ۹۹ منډې د خپلې لوبډلې لپاره ترسره کړې.

سوپر اور:

په سوپر اور کې پولارد او پانډيا د توپ وهنې لپاره لوبغالي ته راښکته شول خو څنګه چې تمه وه ونه ځلېدل او بنګلور لوبډلې یواځې ۸ منډې هدف ورکړ.

بنګلور لوبډلې ټاکل شوی هدف په وروستي بال د وېرات کولي د څلوريزې پرمټ پوره  او لوبه یې وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...