جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهنړۍ کې د کورونا له امله د مړو شمېرله یو میلیون واوښت

نړۍ کې د کورونا له امله د مړو شمېرله یو میلیون واوښت

تاند (سه شنبه، د میزان ۸) د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې یو میلیون او ۶۳۷۷ کسان د کورونا وبا له امله مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې ،که اوس هم روغتیايي لارښوونو ته پاملرنه ونه شي نو ښایي د کورونا راتلونکې څپې تر دې هم خطرناکې وي.

دغه سازمان د تشخیص د نوو او ارزانه کېټونو د جوړېدو خبر هم ورکړی دی.

د یاد سازمان په خبره: « هرکېټ پنځه دالره بیه لري، ډېر او ښه پرېمانه به جوړېږي، په بېوزله هېوادونو کې به هم پیدا کېږي او خلک کولی شي په اسانه خپله ناروغي تشخیص کړي او اړین تدابیر ونیسي.»

د روغتیا نړیوال سازمان هیله ښودلې چې، هېوادونه له یو بل سره په همکارۍ ددغه ویروس د پراختیا مخه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...