جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهپکتیا: یو شمېر بزګرو ته د زعفرانو د کرلو روزنه ورکړل شوه

پکتیا: یو شمېر بزګرو ته د زعفرانو د کرلو روزنه ورکړل شوه

تاند(سه شنبه، د میزان ۸) د پکتیا د کرنې ریاست وایي، په دې ولایت کې ۶۰ زعفران کاران د زعفرانو، کرکېلي، پاللو، راټولولو، پروسس او بسته بندی او د زعفرانو د کرنیزو عملیاتو په برخه کې وروزل شول.

د پکتیا ولایت د کرنې رییس انجنیر محمد الدین موند وویل، چې د زعفرانو پروسس او بسته بندی د زعفرانو په کیفیت او بیه کې رغنده رول لري او زعفران کاران باید په دې برخه کې لازم مهارتونه ولري.

مومند ویلې، پکتیا د زعفرانو د کرکېلي په پار مناسبه هوا لري او په دې ولایت کې زعفران د کمیت او کیفیت له پلوه کولای شي چې، ښه حاصل ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې د پکتیا زعفران ښه بازار هم لري.

هیره دې نه وي چې زعفران د هیواد یو له هغو بوټو څخه دی چې کم کرل کیږي مګر ارزښت یې تر نورو بوټو ډېر لوړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...