جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایرو ایشیا: پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه د تاسیساتو جوړلو هڅه کوي

ایرو ایشیا: پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه د تاسیساتو جوړلو هڅه کوي

تاند( سه شنبه، د میزان ۸) پاکستان د افغانانو له مخالفت سره سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د خپلو تاسیساتو جوړولو او پیاوړي کولو ته ادامه ورکړې ده.

ایرو ایشیا رېویو لیکي پاکستان له څو کلونو راهیسې پر ډیورنډ فرضي کرښه تاسیسات جوړوي او هڅه کوي پر دغه سیمه خپل کنټرول ډېر کړي.

سرچینه لیکي سره له دې چې افغان حکومت د پاکستان د اقداماتو مخالف دی، خو پاکستاني لوري خپلو چارو ته ادامه ورکړې ده.

په مقاله کې راځي چې دا فعالیتونه پاکستان ته ډېر وخت د سر په بیه تمام شوي دي او له ۲۰۱۳ کال راهیسې پر کرښه د فعالیتونو پر مهال دوه سوه پاکستاني عسکر په بیلا بیلو بریدونو کې وژل شوي دي.

سره له دې چې ډیورنډ د پاکستان او افغانستان ترمنځ رسمي کرښه نه ده، خو اسلام اباد د رسمي کرښې په سترګه ورته ګوري او په غیر قانوني توګه یې تاسیسات ورباندې جوړ کړي دي.

ایروشیا داسې مهال دا مقاله خپروي چې پاکستاني چارواکو ویلې چې له افغانستان سره ټول بندورنه چې د کورونا له امله تړل شوې وه بیرته خلاصوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب