Homeخبرونهناټو: طالبان دې په دې پوهه شي چې افغانان شل کاله شاته...

ناټو: طالبان دې په دې پوهه شي چې افغانان شل کاله شاته تګ نه خوښوي

تاند(سه شنبه، د میزان ۸) د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پانتیکورو په یوه تازه مرکه کې ویلي مرستندویه هېوادونه هغه وخت له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي چې په دغه هېواد کې د ټولو په خوښه حکومت جوړ شي او د افغانستان لا پرمختګ ته لار هواره کړي.

د هغه په خبره طالبان باید په دې پوه شي چې شل کاله مخکې ته تګ ناممکن دی او افغانان نور شاتګ نه خوښوي.

د پانتیکورو په وینا ناټو د افغانستان د سولې ملاتړ کوي خو د هغه سولې چې په افغانستان کې د شلو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او د حکومت د پیاوړتیا او قوت سبب شي.

هغه هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني مذاکرات ژر یوې پایلې ته ورسېږي او په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

پانټیکورو داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...