جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان له افغانستان سره خپل بندرونه د تګ راتګ لپاره پرانیزي

پاکستان له افغانستان سره خپل بندرونه د تګ راتګ لپاره پرانیزي

تاند(سه شنبه، د میزان ۸) پاکستان وايي له افغانستان سره به خپل ټول بندرونه د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې د کرونا ویروس د پراختیا له امله له افغانستان سره پولې د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وي خو اوس تازه پرېکړه شوې چې د سې شنبې، چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو به خلک له دې لارو تګ راتګ کولی شي.

هغه ویلي چې د تورخم په ګډون ټولې لارې د پلیو وګړو د تګ راتګ لپاره پرانیستې دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د کرونا د پراختیا له امله د تګ راتګ لارې د خلکو پر مخ تړلې وې چې له امله یې دواړو خواوو ته پراته افغانان له سختو ستونزو سره مخ شوي وو.

پاکستان وروسته له هغه دغه پریکړه کوي چې تیره ورځ ډاکتر عبدالله عبدالله هم پاکستان ته سفر درلود او پاکستاني چارواکو ګڼې ژمنې ورسره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب