جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار والي: افغان زده کوونکي مجبور نه دي چې له فرضي...

د ننګرهار والي: افغان زده کوونکي مجبور نه دي چې له فرضي کرښې اخوا زده کړو ته لاړ شي

تاند (دوشنبه د میزان ۷) د تورخم د استوګنې مېنه کې د ښوونځي له جوړېدو سره سم د ننګرهار والي وايي، ددې سیمې زده کوونکي نور مجبور نه دي چې د زده کړې لپاره د فرضي کرښې هغې غاړې ته لاړ شي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل ددغه ښوونځي په افتتاحیه مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، افغان زده کوونکي نور مجبور نه دي چې له دې وروسته له فرضي کرښې اخوا زده کړو ته لاړ شي.

په دې مراسمو کې ښاغلي امرخېل زیاته کړه، زده کوونکو ته دې د تاریخ په زده کړې سره د خپلې خاورې د ساتنې روحیه ورکړل شي .

دا ښوونځی د ښار جوړونې ریاست له خوا د یوه کال په موده کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت سره په دوو پوړونو کې جوړ شوی چې شل خونې، کمپیوټرلېب، لابراتوار، د څښلو اوبو څاه تشنابونه او ځیني نور محلقات لري.

د ښوونځي زده کوونکي

د سیمې اوسېدونکي د ښوونځي جوړېدو ته خوښ دي او وايي چې تر دې وروسته به یې اولادونه د فرضي کرښې اخوا تګ نه کوي او د خپلو ښوونکو له لوري به ورته په ملي روحیه تعلیم ورکول کېږي.

د یادونې وړده چې په دې ښوونځي کې د ۲سوه نجونو په ګډون ۵۱۷ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب