جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسیوه افغان د ۵ جي انترنیټ اله جوړه کړه

یوه افغان د ۵ جي انترنیټ اله جوړه کړه

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یو کارمند حسین احمد احمدي د 5 G انټرنیټ کارونې لپاره د موبایل تر ټولو کوچنی او حساس (8×9 MM) ډیوایس جوړ کړی دی.

دا ډیوایس تر ۵۰۰ متره شاوخوا ساحه کې حساس فعالیت کوي چې همدا یې معیاري ساحه هم ده او هغو موبایلونو کې په اسانۍ نصبېدلی شي چې د انټرنیټ 5G سېټ اپ ونه لري.

ښاغلی حسین احمد احمدي وايي، دا ډیوایس یې لومړی په سافټ ویر کې ډیزاین کړ او بیا یې په جوړولو کې له تر ټولو ارزانه (FR 4)  موادو څخه استفاده وکړه چې کیفیت یې خورا لوړ دی.

د احمدي دغه ډیوایس لومړی ځل د ایچ، ایف، ایس، ایس سافټویر باندې ازمویل شوی، بیا د هند د پونې ښار په نړیوال سیمبوایسس پوهنتون او د دفاعي څېړنو او پرمختیا ادارې (ډي آر، ډي او) د څېړونکو لخوا ارزول شوی چې د هند په ملي مسابقه کې یې دریم مقام او د پروټیک جایزه هم ترلاسه کړې ده.

ښاغلي احمدي تازه د دغه ډیوایس په اړه د اترا ادارې رهبرۍ عمر منصور انصاري او تخنیکي ټیم ته هم پریزینټېشن وړاندې کړ چې د اترا ادارې د تخنیکي ټیم تایید یې ترلاسه او د رهبرۍ لخوا یې هڅې وستایل شوې.

احمدي د افغانستان او اترا ادارې هغه ځوان کادر دی چې د هند د پونې ښار سیمبوایسس نړیوال پوهنتون نه یې په مخابراتي انجینرۍ کې لیسانس کړی او له دغه پوهنتون څخه عمومي اولنومره فارغ شوی دی.

د یادونې ده چې اترا ادارې په دې وروستیو کې هیوادوالو ته د غوره انټرنیټي خدماتو برابرولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب