Homeخبرونهعبدالله: هېچا ته اجازه نه ورکوو چې افغان خاوره د ګاونډیو پر...

عبدالله: هېچا ته اجازه نه ورکوو چې افغان خاوره د ګاونډیو پر ضد وکاروي

تاند (سې شنبه د میزان ۸) عبدالله عبدالله وايي، افغانستان په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله چې نن یې د پاکستان د ستراتيژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې خبرې کولې وویل، د افغانستان حکومت سولې ته ژمن دی او تر څنګ یې د ترهګرۍ پر وړاندې خپله مبارزه جاري ساتي.

د ښاغلي عبدالله په خبره افغان حکومت یوازې په افغانستان نه، بلکې په ټوله سیمه کې د سولې او دایمي ثبات غوښتونکی او ملاتړی دی.

د ښاغلي عبدالله په خبره، هېچاته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې څخه د ګاونډیو پر ضد ګټه واخلي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د طالبانو د مذاکرااتي ټیم مشر ملا عبدالغني برادر ته یې مخامخ ویلي چې افغان جګړې ته د خبرو له لارې د پای ټکی کېږدي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ټینګار کړی، چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېدی شي او ددوی او طالبانو تر منځ د سولې خبرې باید په پوره حوصله مندۍ سره مخته لاړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...