جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد احمدظاهر د وروستۍ سلګۍ خبره؛ پاچا چی میکنی؟

د احمدظاهر د وروستۍ سلګۍ خبره؛ پاچا چی میکنی؟

عبدالرووف لیوال

د سیدمحبوب الله پاچا دا مرکه د احمدظاهر د مړینې د پیښې ریښتونی لړ څرګندوي.

هغه خپل ځان داسې معرفی کوي:

سیدمحبوب الله پاچا، د سیدعاشق الله پاچا زوی او د سیدلالا پاچا لمسی د لغمان اوسیدونکی، د مور له خوا محمدزی، د نامتو کمپوزیتور فضل احمد ذکریا نینواز د ترور زوی (سردار فیض محمد خان ذکریا د نادرشاه د معارف وزیر د ده ماماکیږی) له حبیبیې لیسې فارغ او په هغه وخت کې یې د باندینیو چارو وزارت کې دنده درلوده .

هغه وایی چې له کوچنیواللي یې له احمدظاهر سره انډیوالي او خپلوي درلوده [د ده خور د احمد ظاهر د ورور(آصف ظاهر) ماندینه وه] ده تل له احمد ظاهر سره ناسته پاسته درلوده.

محبوب الله پاچا د هغې پیښې بهیر چې احمد ظاهر پکې مړ شو، شیبه په شیبه داسې بیانوي:

((زموږ کور په کارتې پروان او د احمد ظاهر کور د قوای مرکز په څلور لارې کې و – په هغه ورځ مې چې په اتو بجو خپله حاضری په خارجه وزارت کې لاسلیک کړه – د سهار اته نیمې بجې به وې چې له احمد ظاهر سره د هغه په مازدا موټر کې په چکر ووتو – لومړی مو د خیرخانې مېنې د نوي او لوی سړک نه دوې نجونې (شهناز او شکیلا) له ځان سره سپرې کړې او د قرغې خوا ته رهي شولو –  له قرغې نه احمد ظاهر (برندی) مشروب واخیستل او ما ته یې چکسلواکي بیر، د قرغې بند په کیشتیو کې له سوریدو وروسته بیرته د ښار په لور راغلو – د باغ بالا له آریوب نندارې سره ما هغوی ته وویل چې وزارت کې کار لرم، خو هغوی وویل چې نه سالنګ ته ځو او نجونو هم ماته زارۍ وکړې چې هغوی سره د سالنګ چکر ووهو، کله چې د چاریکارو ښار ته ورسیدو – احمد ظاهر د کباب اخیستلو لپاره کوز شو او یوې نجلۍ ما ته یو څه برندي مشروب هم راکړل – کله چې سالنګ ته ورسیدو له یوه پول ګوټی او کګلیچ سره له مخې لوی موټر ناببره راښکاره شو، زه چې ګرم (نیشه) وم، د موټر جلو زما له کنتروله ووت او د غره له غټې ډبرې سره ونښت ـ په دې مهال احمد ظاهر چې زما شاته په سیټ کې ناست وو چیغه کړه چې [[پاچا چی میکنی]] شکیلا نومې نجلۍ زما څنګ (مخکې سیټ) او شهناز له احمد ظاهر سره په شاتني سیټ کې ناسته وه – زه بیهوشه شوم خو کله مې چې سترګې وغړولې د پروان په ملکی روغتون کې وم ـ هلته د احمدظاهر پلار، وروور او زما وړوکې خور هم راغلي ول – هغه زیاتوي چې پیښه درې بجې شاوخوا وشوه – زما پوښتۍ ماتې شوې وې له دې کبله یې زه د علی آباد روغتون ته لیږدولی وم، زه د احمد ظاهر له حال نه خبر نه وم خو کله چې یوه اونی وروسته له روغتون نه رخصت او کورته ولاړم خبر شوم چې احمد ظاهر مړ شوی دی.))

دا مرکه محبوب الله پاچا له بهار تلویزیون سره کړې ده.

9 COMMENTS

  1. قال تعالی : ان بطش ربک لشديد .
    وقال رسول الله صلی الله عليه وسلم: انماالاعمال بالخواتيم . ددي شرابيانو ، زناکارو او فاحشو مرګ هم په داسي حال کي تيرشوي . لعنهم الله وعذبهم عذابا شديدا.

  2. لیوال صاحب ته:
    مونږ ټول مسلمانان خپل تر حده ګناهکاره یو. حدود یې د یوه کس نه تر بله تفاوت لري. هیڅ څوک د بل کس د ګناهونو مسولیت نشې ادا کولای او بخښلی یې هم نشي. او باور لرو چې ټول مخلوقات باید د عظيم او مهربان الله له درباره خپل د ګناهونو لپاره مغفرت وغواړي. بعضې خلک چې مړه شوي او زمونږ په نظر ګناهکاره دي، د یوه ښه او پاک مسلمان په صفت دا زمونږ مسلمانانو مسولیت او انسانیت دی چې هغوی ته د الله پاک له درباره د مغفرت غوښتنه وکړو. دا د الله (ج) کار دی چې څوک جنت او څوک دوزخ ته لېږي. شاید داسې کسان وي چې ډېر به کناهکاره وي، خو الله عزوجل به هغوی د یوه ښه کار د ترسره کولو لپاره جنتونه ته لېږي او يو بل چې تمام ورځ لمونځونه او عبادتونه کوي، هغه به د یوه بد عمل لپاره جهنم ته لېږي. بی هم تکراروم چې زما د لیکنې هدف هیڅ کناهکار ته برات ورکول نه دي. صرف دومره وایم چی الله دې مرداری او ګندګي زمونږ له زړونو پاک کړي.
    راځم ستاسو دا لیکنې ته. لومړی د یوه مسلمان په صفت ستاسو دا ليکنې ته څه ضرورت وه. احمد ظاهر کناهکاره و، او الله پوهېږی او کار یې چه څه ورسره کوي. د یوه مسلمان عیب رابرسره کول هغه هم چې دېرش کاله مخکې مړ شوی څه دیني او اخروي ګټه لري او څه غواړې چې خلک پرې وپوهوې بیا هغه هم په دومره تفصیل لکه تاسو لیکلي دي. له لیکنې مو داسې برېښي چې تاسو د مرحوم احمد ظاهر له کورنی سره ډېره ښه شناخت او کلکه دښمني لرئ. کنه یوه پوه او تحصیل کړي کس لکه تاسو ته چې پوهاندي هم لري نه ښايي چې داسې لیکلنه وکړي هغه هم د مرحوم دټولو کورني د نوم يادولو سره.
    که ژورنالست یې او غوښتل دې خلک خبر کړي چې احمد ظاهر څنګه وژل شوی، نو دا خو هم خپله طریقه لري او نه باید چې د هغه د کورني غړي، خپلوان، کلیوال او داسې نور په خبر کې ذکر شوي وای. دا د ټولو ژورنالیستکي، اخلاقی او دودېز نورمونو خلاف عمل دی. ضمنا تر دی معلوماتو چی تاسو محترم وړاندې کړي، خلک د هغه د وژنې په هکله ډېر معلومات لري. د هغه کس له خولې چې د احمد ظاهر په وژنه کې احتمالا خپله لاس لري، وړندې کړي معلومات به بې خونده، له غرضه ډک او بې مفهومه دي. محبوب الله پاچا د مرحوم احمد ظاهر په وژنه کې په لاس لرو تورن دی. احمد ظاهر د وخت د کمونست حکومت د مشرانو په لارښوونه ووژل شو. خلک که هر څه وايې او هر څه قضاوت کوي دا د هغوی شخصی نظر دی او زه د تولو خلکو نظرونو ته احترام لرم، خو زما نظر دادی چې له ټولو ګناهونو سره سره هغه شهادت خپل کړ. انا لله و انا الیه راجعون. او مونږ ته دا نه ښايې چې خپلې شخصي عقدې د ژورنالیستکې اصولو او اخلاقو خلاف د خلکو د کورنیو په بدنامولو کې وکاروو. حافظ څه ښه وايي:
    عیب رندان مکن ای خواجه کزین کهنه رباط
    کس ندانست که رحلت به چه سان خواهد بود
    او ددې حديث ژباړه هم تاسو ته ډالۍ:
    هغو کسانو ته چې په ژبه د ایمان دعوه کوي خو زړونو ته یې ایمان نه دی ننوتلی. د مسلمان غیبتونه مه کوئ او د هفوی عیبونه مه پلټئ. څوک چې داسې کوي الله رب العزت به یې عیبونه را برسېره کړي، او الله چې د چا عیبونه لوڅ کړي، هغه بیا خپل په کور دننه کې رسوا کوي او شرموي یې( ابو داود).
    بخښنه دې وي.

  3. ښاغلی فهیم ته سلامونه ! ترټولو لومړي خو ته تیر وتلی یې زه پوهاند اوپوهندوی هم نه یم او دې ژور نالستانو په ډله کې هم سم نه راځم ځکه چې یو (کهنه پیخ) سړی یم
    دوهم : ددې لیکنې نه مقصد دینی اړ نه لری ،بلکې- اصلی موخه یې داوه چې ډیری خلک زموږ وتلی سندر بول ښاغلی ( محبوب الله محبوب ) داحمد ظاهروژونکی بولی – چې همداوس هم خپل هنر ته ادامه ورکوی اوپه دې ورځو کې یې نوی کلپونه بازارته راوتلی – زما دلیکنې هدف دا وو چې هغه خوارکی بیځایه تورن بلل کیږی – ددې په خاطر مې دمحبوب الله پاچا پوره پیژند ګلوې کړې – چې بل څوک دی – خدای دې تا ته هم هدایت وکړی چې (بې خلطه) فیر نکنی ! جوړ اوسمسوراوسې

  4. بخښنه غواړم چې له بل لیوال سره مې غلط کړې وې، اوس به درنه گیله نه کوم.
    که تاسو د محبوب الله ملګری یاست نو په داسی لیکنې چې تاسو کړې هغه او د هغه کورنی ته مو سپکاوی کړی. رسوا او بې ابرو کړی مو دی. که لږ توجه وکړې ستاسو لیکنې هغه نور هم ملامتوي. دا له احمد ظاهر سره وو. شراب، پنجشېرۍ شاناز او شکیلا د شیخانی لورګانې او احمد ظاهر هم په سر په مرمې ويشتل شوی و. خو محبوب الله یوازې زخمي. ما داکتر عثمانی د چاریکارو د شفاخانې مشر ښه پېژنده. د چاریکارو د هغه روغتون ډاکتر چې د احمد ظاهر مړۍ وروړل شوی و. او هغه ویل چې احمد ظاهر په سر په مرمۍ ویشتل شوی و. نور تصمیم ستاسو په لاس. زه نه وایم چې خدای نا خواسته محبوب الله دا کار کړی. د محبوب الله کورنۍ هم ډیر ښه خلک دي صرف نظر له دی چې هغه څه کاره و او اوس څه کوي. خو هر هغه کس چې احمد ظاهر یې وژلې محبوب الله یې ښه پېژني او دا دده اخلاقی وجیبه ده چې دا موضوع افشا کړي.
    خدای د وکړي چې خوابدی شوی نه اوسې. مننه

  5. فهیم جانه ! بیاهم پوه نښوې ( محبوب الله محبوب ) دهمهغې زمانې او اوس وتلی هنرمند دی – چې خلک په ناپوهي سره هغه داحمد ظاهر په قتل کې مظنون بولی او ( محبوب الله پاچا ) همدا سړی دی چې انځوریې مضمون سره خپور شوی – هغه کلیپ چې دبهار تلویزیون دپاچا مرکه یې خپره کړې دهغې په پیل کې ددې لپاره چې تاغوندی کسان اشتباه ونکړی – محبوب الله محبوب ښکاره کوی – او هغه هم ځان خلکو ته ورپیژنی – هیله ده چې سر دې په دې موضوع صحیح خلاص کړې اوداسمعیل محشور مرکه هم دې همدې تلویزیون له لارې واورې

  6. ښاغلو، دا ستاسې د خبرواترو ټول جریان مې ولوست او د لیکوال صیب لیکنه مې هم ولوسته.. زه به دومره ووایم، چې مرحوم محمد ظاهر د افغانستان یو محبوب سندرغاړی و، چې د ادب او کلتور په څانګه کې یې دې ټولنې ته خدمت وکړ او په خپلو سندرو یې مینوال نن هم په ډیر درناوي یادوي، او د آواز څخه یې خوند اخلي.
    اوس زه چې د کونړ یم، زما د پښتنو شاعرانو شاعري او پښتنو سندرغاړو آوازونه لکه د همایون خان، کرن خان، وحید خان اچکزي، مشرف بنګش، زیک افریدي، بشیر عاصم، ستاره یونس، غزاله جاوید، شفیق مرید، لطیف ننګرهاری او جاوید امرخیل خوښیږي.
    موخه مې دا ده، چې په دې هیواد کې د تیرو دوه څلویښتو کلونو راهیسې یو ستر بشري ناورین او وینه څښونکی اوختون روان دی، په ملیونونو بې ګناه انسانان مړه شول، او دا د افغان او پښتون افغان په ټغر چې کې ظلم او جبر روان دی، دا ډیر زړه بوږنوونکی دی.
    مرحوم احمد ظاهر هم د دغه اوختون یو قرباني دی، او خدای پاک دې ټولو مسلمانانو ته په ځانګړې توګه افغانانو ته خپله بخښنه وکړي.
    دا نړۍ د ښو او بدو د ازمیښت نړۍ ته، تر څو مالوم شي چې څوک ډیر ښه او ښایسته کارونه کوي..
    نن سبا تر ټولو ښه او ښایسته کار په دې خاوره کې سوله او اوربند دی، او هیله ده چې ټول په یو غږ د ریښتنې سولې لپاره کار وکړو.. تر څو د هر چا ژوند خوندي شي.
    ښه به دا وي چې د تیر د ملامتیا او نیوکو لوبو نه تیر شو، او هر انسان ته په ښه او درنه سترګه وګورو، که هغه ستر امپراطور احمدشاه بابا دی او که شهید سردار محمد دواد خان دی او که مرحوم ډاکټر نجیب دی.
    مننه .

  7. درنو لوستونکو ته سلام ! دپورته مضمون دلیکلو نه هدف د یوه بیګناه هنرمند (محبوب الله محبوب ) واضح کول وه چې خلکو له ( محبوب الل‍ه پاچا) سره په اشتباه نیولی وو – هغه ځان ته یو شخص دی اودابل ځانته بل نفر دی

  8. سلامونه،
    زه فکر کوم دا لیکنه پر دومره تبصرو نه ارزیده.
    ع.روف لیوال لالا باید سرلیک یا متن کې د سید محبوب پاچا او (محبوب اله محبوب سندرغاړی ) توپیري تعریف او د خلکو سوء ظن یاد آوري کړیوای.!
    بل دا چې وطن کې لږ غمونه دي چې دا ېې پرې بالايي!!.
    ښه به دا وي چې لا هم د بلبل حبیبیه له خوژ غږه خوند واخلو او ځينې شعرونو ته ېې دقیق غوږ ونیسو. مڼنه.
    لکه:”بکشای تربتم را، بعد از وفا تو بنګر
    کز آتش درونم ، خون از کفن بر آید ؛
    ” ” ” ”
    دست از طلب ندارم تا قام من سر آید!!!.

    ! اوڼنګیالی وروره ، محمد ظاهر نه و، احمد ظاهر و. محمد ظاهر اعلیحضرت و رحمه الله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب