Homeخبرونهنړیوال بانک: افغانستان سره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي

نړیوال بانک: افغانستان سره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي

تاند(سه شنبه، د میزان ۸) نړیوال بانک له افغانستان سره د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د ۱۰۰ میلیونه ډالر مرستې اعلان کړی دی.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مطبوعاتي دفتر له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه بانک په افغانستان کې د مالي سکتور د ثبات او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیون ډالر تازه مالي مرسته اعلانوي.

دا مرسته په داسې حال کې تصویب شوې چې اوس مهال هېواد د کورونا ویروس له ناوړه اقتصادي اغېزو څخه راوځي.

د سرچينې په وينا، د دې پروژې پلي کېدل به د افغانستان د مالي‌ نظام ثبات پياوړی کړي‌ او د مالي منځګړیتوب په برخه کې به یو شمېر اسانتیاوې رامنځته کړي.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې اوس هم ډېری هېوادوال د کورونا وبا مخنیوي په موخه د راغلیو مرستو د مصرف په اړه اندېښمن دي او وایي چې شوې مرستې د مستحقو وګړو پر ځای د دولتي چارواکو جیبونو ته تللې دي.

نړیوال بانک له دې وړاندې هم څو څو ځله په مختلفو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...