شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeجنرال وزیريکلک هوډ غرونه سوري کوي| جنرال دولت وزیري

کلک هوډ غرونه سوري کوي| جنرال دولت وزیري

د «ځان ته شفا ورکړئ» کتاب غورچاڼ

دیارلسم لوست

د ښاغلي صالح محمد صالح ژباړه

وايي: کلک هوډ غرونه سوري کوي.

په ژوند کې ډیر انسانان لیدل شوي دي، چې پر خپله وړتیا باور نه لري. کوم کار چې پیل کړي، کله چې د کومو وړو ستونزو سره مخ شي خپل کالي وڅنډي او هغه کار ته شا کړي.

د دې تر څنګ داسې انسانان هم شته چې کلک هوډ او ټینګ عزم لري تل پر خپله وړتیا باور لري او هر کار له پیل څخه تر پایه پورې رسوي.

پر ځان د باور د زياتولو غوره لاره له پوچو او بېځایه سوچونو څخه د ځان ژغورل دي. ځینې کسان تل د ځان د غولولو له پاره داسې څه وايي چې له دوی سره د یوه کار په تر سره کولو کې هیڅ مرسته نه شي کولای.

د بېلګې په توګه:

پیسې په ونو کې نه شنې کېږي.

پیسې د لاس خیرې دي.

غریب یم خو پاک یم.

نه غواړم ډیر پيسه دار شم.

تل په پورونو کې ډوب یم.

هغه کسان پیسې لري چې خلک تېر باسي.

زه يې لیاقت نه لرم.

د پیسو په ګټلو نه پوهېږم.

دا او داسې نور ټول منفي او بېځایه سوچونه دي چې د انسان هوډ کمزوری کوي.

واقعي سوکالي هغه وخت پیلیږي چې د ځان په هکله ښه احساس ولرئ او که د شتو شیانو په هکله شکر پر ځای کړئ حتمي برکت پکې پیدا کیږي.

ځیني خلک د کلونو، کلونو زاړه شیان په کورونو کې د دې له پاره ساتي چې یوه ورځ به يې په کار شي. خو یو وخت هغه شیان له کاره ولوېږي، بیا نه د ده په کار راځي او نه د نورو د استفادې وړ وي.

دوی کولای شي چې خرڅ يې کړي، یا يې په نویو بدل کړي او یا يې بل چا ته وبخښي.

ډېری خلک د خپلې بېوزلۍ مسئول په خپله وي، ځکه بېځایه ځان تلقینوي او وايي:

زه يې وړتیا نه لرم.

زه بې ارزښته یم.

زه د دې کار استعداد نه لرم.

په دې پوچو سوچونو هیڅ کار سر ته نه شي رسولای او بیا ځینې کسان د بیلونو په پرې کولو او د پور په ادا کولو کې تنبلي کوي، دا يې سمه لاره نه ده، که چېرې پر خپل وخت پور ادا شي او بیل تحویل شي خدای ج به د دوی په کارونو او ګټلو پیسو کې برکت واچوي.

د نورو په شتمنۍ رخه او حسد ګټه نه رسوي، دا د هغوی کار دی چې خپله شتمني په څه شکل لګوي. هر څوک د خپل شعور په رڼا کې خپل کارونه تر سره کوي.

تاسو پر خپلو سوچونو غور وکړئ، هغه سوچونو ته وده ورکړئ چې ستاسو په ګټه وي. بېځایه چا ته د ډالۍ په ور کولو مه خفه کېږئ.

پر مسکین او بېوزلي بېځایه کبر او غرور مه کوئ. خپل فکر او نظر مو ستر وساتئ. تل د پریمانۍ په هکله فکر وکړئ.

یوازې ډېرې پیسې نیکمرغې نه ده بلکې له پیسو څخه پر ځای خوند اخیستل سړی نیکمرغه کوي. تل باید سړی پر دې باور وي او ووايي چې زه بدلون ته لیواله یم او زه کوښښ کوم چې پخواني منفي سوچونه او اعتقادات پریږدم.

که غواړئ چې خپل عوايد زیات کړئ یوازینۍ لاره يې د ډېر کار کول او د ډیرو پیسو ګټل نه دي. اسانه لاره يې د خپلو بیلونو او لګښتونو کمول دي.

ځینې کسان هغه څه او هغه امکانات چې په لاس کې لري ترې ګټه نه پورته کوي، تل د هغه څه په تمه وي چې د نورو په لاس کې وي.

وايي ((خپله لاسه ګله لاسه.)) له شتو امکاناتو ګټه پورته کول د هوښيارانو کار وي. ځکه وايي(( پردی کټ تر نیمو شپو وي.)) پردي امکانات پردي دي لکه چې وايي(( له پردي زویه خپله لور ښه ده.))

پایله

په پایله کې ووايې چې:

زه تل داسې څه ټاکم چې ګټه را رسوي.

د نورو له بریاوو هم خوند اخلم.

تل د برکت او پریمانۍ په هکله فکر کوم.

د خپلو عوایدو د زیاتولو له پاره خپل لګښتونه را کموم.

زما په نړۍ کې هر څه غوره دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب