شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ایران، جرمني او ازبکستان چارواکو د افغان جګړې پر سوله ییز...

د ایران، جرمني او ازبکستان چارواکو د افغان جګړې پر سوله ییز حل ټینګار وکړ

تاند (سې شنبه د میزان ۸) ایراني چارواکي له ازبک او جرمن چارواکو سره په افغان سوله خبرې کړي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر له ځانکړي استازي او د جرمني له استازي سره د افغان سولې په تړاو ټییفوني خبرې کړې دي.

سرچینه وايي، ددغو درې واړو هېوادونو استازو د افغان جګړې پر سوله یی حل ټینګار کړی دی.

دوی په افغانستان کې امن د سیمې د ټولو هېوادونو د امن او ثبات لپاره ګټور بللی دی او په دې پروسه کې یې له دخیلو لوبغاړو ددې پروسې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دغه راز د یادو هېوادونو استازو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان مسئلې ته خاصه توجه وکړي او له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.

دا څرګندونې په داسې مهال شوي چې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله تېره ورځ پاکستان ته تللی او هلته یې له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله او ځیني نورو مسایلو خبرې کړي دي.

ښاغلي عبدالله د خپل سفر په ترڅ کې نن په اسلام اباد کې د پاکستان د ستراتيژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې د خبرو پر مهال ویلي، چې اوس پخوانی وخت نه دی او د زړو شعارونو او توطیو تیورۍ وخت پای ته رسېدلی دی.

عبدالله عبدالله ویلي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی او تر څنګ یې د ترهګرۍ پر وړاندې خپله مبارزه جاري ساتي او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې راتلونکې سوله نه یواځې د افغانانو بلکې په ټوله سیمه کې د امن او ثبات مانا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب