شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر خپل ۱۶ سلاکاران له دندو ګوښه کړل

ولسمشر خپل ۱۶ سلاکاران له دندو ګوښه کړل

تاند (سه شنبه د میزان ۸) لسمشر محمد اشرف غني د چارو د ادارو په وړانديز خپل ۱۶ سلاکاران له دندو ګوښه او دهغوى تشکيلات یې لغوه کړل.

له دندو څخه د ولسمشر ګوښه شوي سلاکاران:

۱. سید احمد ګېلاني، په نړیوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار

۲. قطب الدین هلال، د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار

۳ . داکتر احمد مشاهد، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو برخه کې د ولسمشر سلاکار

۴. محمد ایوب رفیقی، په عامه چارو کې د ولسمشر سلاکار

۵. شیر محمد جامی زاده، د طبیعي سرچینو برخه کې د ولسمشر سلاکار

۶. شاه محمد څرګند، د څېړنې او پراختیا برخه کې د ولسمشر سلاکار

۷. سیروس علاف، په سوداګریزه برخه کې د ولسمشر سلاکار

۸ . نجیب الله خواجه عمری ، د لوړو زده کړو برخه کې د ولسمشر سلاکار

۹. خلیل الله زمری، د توقیف ځایونو او بندیانو چارو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې د ولسمشر سلاکار

۱۰ . عبدالرحمن هوتکی په سیاسي او سیمه ییزو چارو کې د ولسمشر سلاکار

۱۱ . پیغمبر قل دوغن، په ټولنیزو چارو کې ولسمشر سلاکار

۱۱. گلالی اڅکزۍ ، د مېرمنو د حقونو په برخه کې د ولسمشر سلاکاره

۱۲. عزیز الله آریافر، د دفتري اصلاحاتو برخه کې د ولسمشر سلاکار

۱۳ محمد عزیز بختیاری، په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار

۱۴.  لیلا احراری، د ولسواکۍ پیاوړتیا برخه کې د ولسمشر سلاکار

۱۵ . همایون جریر، په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار

۱۶ بسم الله روحانی ، د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار

6 COMMENTS

  1. Selam,
    Dder yi kha wakrril , dooy koomae lasta rawrrnee dirlodily??
    Paxwa yi bayd d doy maashoonh per Milli Disterxwan wergadd kirry vy!!.
    Hey hey afsos per be-wazli wolus!.

  2. د دروغو ګوډی او ناییف پاپیولیست یې دخپلو شخصي غرضونو لپاره مقرروي او په همدې بنا یې ليري کوي هم. که یو مثقال حیساب و کیتاب هم وی دې ملک کې ولاکه تنها د آی ایس آی بوشکې(ګیلاني) د مقررۍ او د یوې ورځې تنخواه ځواب هم ووایي خو څه ووایوو…

  3. دا خو ډیر ښه کار وشو. د خدای لپاره دومره وزیر مشاوران او کار هم معلوم نه وو. باید د دستر خوان پیسې هم چې بعضې مفت خورو په نامه مشرانو ته ورکول کېږي هم قطع شي. دوی غیر د دولت له تخریبه بل کار نلري او په لک هاو افغانې معاشونه او دولتي امتیازات تر لاسه کوي.

  4. دا لومړی نمبر که هاغه پیرسیداحمد ګیلاني وي ، هغه خو لا پخوا مړ شوی دی .
    په هرحال د مشاورینو لست باید نور هم کوچنی شي . زیات مفتخواره د دولت له دسترخوان نه ګټه اخلي . د هغوی بودجه په ښوونکو او نویو فارغ شویو ځوانانو مصرف کړه چې هم ثواب شي او هم خرما .

  5. لږ پر دغه بی وزلو د خدای لپاره زړه و سوځی دا د دی خوارانو دشهیدانو د وارثینو
    حق و مفت خوارانو ته مه ورکوی۰
    د شهید سرباز او افسر کورنیو لاس نیوی په کار دی۰

    وجدان هغه قاضی دی چه محکمی ته ضرورت نه لری۰
    د مرخوم عبدالجبار قهرمان ویناده چه ویل یی په معاش می دکور ګوزاره ده۰
    ډیری دالری ښکته پورته کیږی د یتیم تیکله وچه ده۰
    هر څوک دی د خپل ځان نه اصلاحات شروع کړی۰ مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب