Homeخبرونهد پاکستان کابینې د افغانانو لپاره د ویزو د صادرولو نوې تګلاره...

د پاکستان کابینې د افغانانو لپاره د ویزو د صادرولو نوې تګلاره تصویب کړه

تاند (سه شنبه د میزان ۸) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، د پاکستان کابینې د افغانانو لپاره د ویزو د صادرولو نوی طرزالعمل تصویب کړ.

محمد صادق په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ددې تګلارې له مخې افغانان کولی شي پاکستان ته د څو ځلې تګ ویزو په ترلاسه کولو سربیره د اوږد مهال لپاره د سوداګرۍ، پانګونې او زدکړې ویزې هم په اسانۍ سره ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې په دې نوې تګلاره کې د روغتیايي وېزې یوه نوې کټګوري د ناروغانو لپاره هم زیاته شوې، چې له مخې به یې ناروغانو او ناروغ لرونکو ته د تورخم په څېر سیمو کې ویزې په اسانه ورکړل شي.

د صادق خان د معلوماتو له مخې ددې کړنلارې په اساس ټاکل شوې په افغانستان کې د پاکستان سفارت او قونسلګري سمدلاسه د ویزو ورکړه بیا پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...