شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېپاکستان ته د عبدالله د سفر تر شا پټه سناریو

پاکستان ته د عبدالله د سفر تر شا پټه سناریو

ع. زرغون

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم په رسمي بلنه دغه هیواد ته په درې ورځیني سفر اسلام اباد ته لاړ.

هماغسي چې د دیپلوماتیک دود یا عرف خلاف ښاغلي عبدالله ته د پاکستان لومړی درجه چارواکي یعني صدرعظم بلنه ورکړه، هرکلی یې هم د یوه ولسمشر په کچه وشو.

په اسلام اباد کې په سره غالۍ د عبدالله هرکلی وشو او د یوه ولسمشر په شان یې یادګار نیالګی کېښود. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ورسره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ او قریشي په دې غونډه کې د شمال ټلوالې وژل شوی قوماندان احمدشاه مسعود د افغانستان ملي اتل وباله.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه د عبدالله د استوګنې ځای ته ورغی چې له ده سره دوه په دوه خبرې وکړي.

همداراز ښاغلي عبدالله د پاکستان له صدراعظم سره وکتل.

عبدالله ته تر دې وړاندې هم په تېرو کلونو کې پاکستاني چارواکو د اسلام اباد د سفر بلنې ورکړې وې خو ښايي د نوموړي په نظر پاکستان ته تګ په دې نه ارزېده چې د هند خوا بده کړي.

دا ځل ولې عبدالله پاکستان ته لاړ؟

د پاکستان صدراعظم عمران خان د سږ کال د اپریل په ۵ په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

عمران خان وویل چې کابل ته د ده دوستانه مشوره دا ده چې که غواړي چې د ولسمشرۍ انتخابات یې د سولې له پروسې سره هممهاله وي نو باید موقت حکومت جوړ کړي.

«د افغانستان خلکو! زما خبرې واورئ، په غور یې واورئ. په یاد وساتئ چې موږ تاسې خپل وروڼه ګڼو. زه لاسونه پورته کوم او الله ته دعا کوم چې د افغانستان خلکو ته امن راولي.»

تر دې وړاندې هم عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه چې د افغانستان له شدید غبرګون سره مخامخ شوه.

هغه مهال د عمران خان د څرګندونو په اعتراض کې افغانستان خپل سفیر د مشورې لپاره کابل ته راوباله. خو کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو وویل چې د عمران خان خبرې تحریف شوي، افغانستان خپل سفیر بېرته پاکستان ته ولېږه.

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان او د پاکستان د پیپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بوټو زرداري د عمران خان پر څرګندونو سختې نیوکې وکړې او هغه یې نامناسبې وبللې.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له جنجالونو هم څرګندېده چې د کاسې لاندې نیم کاسه شته. په دې ډول پر ولسمشر غني فشار راستل شو چې عبدالله د ملي مصالحې د عالي شورا د رييس په توګه ومني او داسې مرکچي پلاوی وګوماري چې د غني د حکومت بشپړ استازیتوب نه کوي.

طالبانو هم له دې سره موازي ټینګار کاوه چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي، بلکې په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي چې نورې خواوې هم پکې برخه ولري.

د طالبانو دا اصرار هم غالباً د پاکستان او امریکا له جوړې شوې طرحې سره همږغۍ لرله.

که څه هم په ظاهره په قطر کې خبرې اوس له خنډ او خڼډ سره مخامخ دي خو احتمالاً د عبدالله د اسلام اباد له سفر سره به طالبانو ته شنه اشاره ورکړل شي چې خنډ پای ته ورسوي، وړاندې لاړ شي او د موقت حکومت د جوړېدو لپاره د عمران خان طرحه عملي کړي.

اصلي طرحه څه ده؟

پاکستان اشرف غني د افغانستان د مشر په توګه نه شي زغملی. ځینو پخوانیو پاکستاني جنرالانو په ښکاره ویلي چې غني باید له صحنې ووځي او موقت حکومت جوړ شي.

زلمی خلیلزاد، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مسلې حل کولو ته ګومارلی، غواړي چې په هر صورت دا مسله حل کړي او له بلې خوا له ولسمشر غني سره یې اړیکې له ډېره وخته په زړه پورې نه دي. ښايي په هغه خبره کې چې عمران خان د اپریل په پنځمه وکړه د خلیلزاد موافقه شامله وي.

ولې پاکستان تر غني او طالبانو باید عبدالله غوره وبولي؟  

پاکستان پوهیږي چې دا ځل طالبان په یوازې سر حکومت نه شي کولی او باید نورې قومي ډلې هم په واک کې شریکې کړي. له یوې خوا پاکستان د افغانستان په نورو قومي ډلو کې نفوذ نه لري او له بلې خوا پاکستان د طالبانو د یولاسي او قوي حکومت غوښتونکی نه دی.

په وروستیو کې څو پاکستاني چارواکو دا خبره په زغرده وکړه چې د طالبانو د بشپړ واک ملاتړ نه کوي.

پاکستان په افغانستان کې کمزوری او وېشلی حکومت د ځان په ګټه ګڼي او په اسانه خپلې غوښتنې پرې منلی شي.

په همدې حال کې که د عبدالله عبدالله په مشرۍ له طالبانو سره د شمال ټلوالې ګډ حکومت جوړ شي، د اوسني حکومت او امنیتي ادارو پښتانه چارواکي به ګوښه شي او ځای به یې طالبان ونیسي. په داسې صورت کې به عام پښتانه د نولس سوه نوي یمې لسیزې په شان په اتومات ډول د طالبانو پلویان شي ځکه چې بله چاره به ورته پاتې نه وي. په دوه زره لومړي کال کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته هم دې ته ورته سناریو تکرار شوه. پښتانه مجبوره شول چې د شمال ټلوالې په وړاندې د حامد کرزي ملاتړ وکړي.

پاکستان پوهېږي چې په هغه حکومت کې چې یو اړخ یې د شمال ټلواله وي او بل یې طالبان، پښتانه ملتپال به، هغه کسان چې پاکستان یې د خپلو ملي ګټو خلاف ګڼي، ځای نه لري.

ښايي هند همدا اټکل کړی وي چې د شمال ټلوالې له پخوانیو غړیو سره یې تماسونه پیل کړي دي.

روانه اوونۍ د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر له عبدالرشید دوستم سره ولیدل او دا کتنه یې د افغانستان له غیرپښتنو کلیدي مشرانو سره د هند د تماسونو پیل وباله.

هند فکر کوي چې د طالبانتو له راتګ سره پښتانه د پاکستان غېږ ته لوېږي او هند د غیرپښتنو په وسیله په افغانستان کې خپل نفوذ ساتلی شي.

4 COMMENTS

  1. یو څه وخت مخکی کافرستان پکیسټان ته تللی وم
    یو تربور مو په ای ایس ای کی لویه دنده لرله
    هغه راته قسم واخستلو چی ډبل عبدالله دای ایس ای اجینټ دی

  2. ګران لیکونکی سلام می قبول کړه همداسی ده لکه څنګه چه مو لیکلی
    اول هو مونږ ته لازم دی چه اشرف غنی سپورت کړو دشمنان دير دی
    د کرزی او دنظار شورا په وخت پشتون دير خوار وو په هیڅ دفتر کښی یی ګذاره نه کیده
    عبدالله او کرزی د پشتنو ملا ور ماتوی۰مګر اشرف غنی برخال ریس جمهور دی۰
    خلیلزاد هم د دوی ملاتړی دی۰هو خدای مهربان دی که غر لوړ دی په سر یی لار شته۰
    راتلونکی نږدی کښی به د خلیل زاد او د هغی ملا تړی د صحنی ووزی۰
    بیا ټول ګیم به بل رنګه وی د بایدن مرستیاله به هند توکمه امریکایی وی
    چه دا کاربه د هند په ګته تمام شی۰ مننه

  3. سلامونه،
    د دواړو مبصرینو خبره صحیحح ده.
    د افغان او افغانستان دښمنان ټول په همدې چلونو کې دي چې د.م. ا.غني له قدرته وغورځوي ؛ لکه کامپاین کې چې بیقانونه یونس ق. ویلي و :: یوازې د اتمر پواسطه غني له ارګه وېستلی شو!” ؟؛
    او دوی خو ټول د انګریزانو ابلیسی جواسیس دي ، له بچه ی سقو نه نیولې تر کوچه ی ربانیخیلها ، ګیلانیها، راهبرها او خطاهای بینور … مقصود خیلها … ؛ همدارنګه نیمچه حقاني مقاني تالیپاڼ او جهنمي جمبشیان او بیدانشه آخوندپرستان هم همداسې درواخلئ.
    که اشرف غني خان په اوله دوره کې پخپلو ژمنو ولاړ وای ؛ بیا دا ځلي ېې همهاغه منفورې چهرې چې ولس تریبه نفرت لري ففټي-پنځوس نه ویشلی!! ، صرف همدا د سولې مسولیت به ېې ورغاړه کړی وای او بس.
    ګورو به چې له دې کچړي قروت نه څه مزه راووځي؟.مڼنه.
    ژوندي دې وي اصیل افغان بچي. او رښتیني دوستان او ملګري/

  4. It is just sign of the time :

    Pakistan’s fundamental interest for Afghanistan is to be governed by an ideological entity and to achieve that, there is no better choice than combining Taliban and Ekhwanian.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب