یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeسپورتد آی پي اېل په ۷ مه لوبه کې ډهلي، چېناي سوپرکېنګ...

د آی پي اېل په ۷ مه لوبه کې ډهلي، چېناي سوپرکېنګ ته ماتې ورکړه

تاند ( شنبه، د میزان ۵) د هندوستان غوره ليګ سیالیو ای پي ايل ډهلي کپيټلز لوبډلې چينای سوپر کېنګز لوبډلې ته د ۴۴ منډو په توپير ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې لومړی توپ وهنه د ډهلي لوبډلې وکړه چې د درېو لوبغاړو په زيان يې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف ورکړ.

د ډهلي لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې پرتوي شا وکړې چې په ۴۳ توپونو باندې يې ۶۴ منډې جوړې کړې.

مقابلې لوبډلې لپاره که څه هم ډوپلېسي ۴۳ منډې تر لاسه کړې خو بيا هم خپله لوبډله يې بريا ته ونه شوه رسولی.

چينای د ۷ لوبغاړو په سوځيدو په پوره شل اورونو کې يوازي ۱۳۱ منډې تر لاسه کړې او د ۴۴ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د ډهلي له لوري په توپ اچونه کې اکسر پټيل يو، آنرينچ دوه او رباډا درې لوبغاړې له مخې پورته کړل.

د یادونې ده چې د روانو لوبو په اتمه لوبه کې نن ماشام شپږنیمې بجې  نبي او راشد اړوند سنرايزر حيدراباد لوبډله د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب