یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهقطرکې مرکچي پلاوي ۱۴ ورځې کېږي توافق ته نه دي رسېدلي

قطرکې مرکچي پلاوي ۱۴ ورځې کېږي توافق ته نه دي رسېدلي

تاند ( شنبه، د میزان ۵) د طالبانو او افغان حکومت مرکچي پلاوي له دوو اونیو راهیسې نه دي توانېدلي چې په کړنلاره او د مذاکراتو په اصولو توافق وکړي.

د افغان حکومت د تماس ډلې په وروستۍ غونډه کې د لانجې د غوڅېدو او کړنلارې د وروستي کېدو لپاره طالبانو ته نوي وړاندیزونه کړې خو ویل کیږي چې، طالبانو تر اوسه پرې غوږ نه دی ګرولی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو شپږ غونډې کړې دي.

دوی په وروستي ځل د تېرې چهارشنبې په ورځ جرګه شول خو غونډه یې بې پایلې وه.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ بې باوریو او ژورو اختلافونو ته په کتو د مذاکراتو د بریا تضمین نشې کېدای.

په ورته مهال کې د اسیا د بهرنیو چار وزیرانو د سارک غونډې لپاره د اعتماد جوړولو په غونډه کې ویلي، چې بین الافغاني مذاکرات د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره مهم ګام دی.

https://taand.net/%d8%af-%d9%82%d8%b7%d8%b1-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%db%90/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب