Homeخبرونهاوکراین کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله ۲۲ تنه مړه...

اوکراین کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله ۲۲ تنه مړه شوي

تاند ( شنبه، د میزان ۳) د اوکراین د هوايي چلند اداره وايي په دې هېواد کې د یوې پوځي الوتکې لوېدو په پېښه کې ۲۲ کسان مړه شوي دي.

یاده ادازه زیاتوي، چې دا انتونوف ۲۶ ډوله الوتکه تېره ورځ د اوکراین په خارکوف سیمه کې لوېدلې ده.

د اوکراین د هوايي چلند ادارې په خبره الوتکې ۲۸ سپرلۍ لرلې خو تر اوسه ۲۲ مړي او دوه ټپي کسان موندل شوي دي.

دې ادارې ویلي چې د څلورو نورو کسانو د موندلو هڅې هم روانې دي.

په ورته مهال د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ژغورنې ډلې د الوتکې له لوېدو سمدستي وروسته سیمې ته ورسېدلې او عملیات یې پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...