یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد ډاکترنجیب پلویانو د لویې جرګې تالار مخې ته د حکومت پرضد...

د ډاکترنجیب پلویانو د لویې جرګې تالار مخې ته د حکومت پرضد لاریون کړی

تاند ( شنبه، د میزان ۵) د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله پلویانو د لویې جرګې عمومي دروازې مخې ته د حکومت پر ضد لاریون کړی دی.

لاریون کوونکو له دې امله لاریون پیل کړی چې، ولې لویې جرګې په تالار کې د ډاکټر نجیب د تلین نمانځلو لپاره اجازه  ور نه کړل شوه.

لاریون کوونکي ګواښ کوي او وایي که حکومت دا غونډه په دې تالار کې ترسره نه کړي او مخه یې ونیسي دوی به یې پر وړاندې لاریونونو ته همداسې دوام ورکړي.

ټاکل شوې وه، چې د لویې جرګې په تالار کې د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب د وژل کېدو تلین غونډه نن شبنه ترسره شي خو تېره ورځ د دې تلین د غونډې لپاره جوړ شوي کمیسیون په یوه اعلامیه کې وویلي، چې د معلومو او نامعلومو دلایلو له امله په دې تالار کې د دې غونډې د جوړېدو مخه نېول شوې ده.

د دغه کمیسیون غړو ویلي، د هېواد د اساسي قانون پر اساس د داسې ناستو جوړول د خلکو حق دی، خو په دې ډول مخنیوی یې د بیان د ازادۍ د محدودیت مانا لري.

د دې غونډې لغوه کېدل په ټولنیزو رسنیو کې هم د ډاکټر نجيب پلویان سخت په غوصه کړي او حکومت یې کمزوری دریځ درلودونکی بللی دی.

https://taand.net/%d8%af-%d9%84%d9%88%db%8c%db%90-%d8%ac%d8%b1%da%ab%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%aa%d8%a7%d9%84%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%af-%da%89%d8%a7%da%a9%d8%aa%d8%b1-%d9%86%d8%ac%db%8c%d8%a8-%d8%af-%d9%88%da%98/

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب