Homeخبرونهخلیلزاد: افغانستان کې د روانو ناخوالو د کمولو لپاره هڅې پيلوو

خلیلزاد: افغانستان کې د روانو ناخوالو د کمولو لپاره هڅې پيلوو

تاند(شنبه، د میزان ۵) خلیلزاد وایي ژر به هڅې پيل کړي چې په افغانستان کې دواړه خواوې اوربند او د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي په افغانستان کې اوسنی روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی.

دده په خبره تازه به رسمي هڅې پیل کړي چې طالبان او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي.

هغه یو ځل بیا ویلي چې د افغان جګړې د پای لپاره ښکاره نېټه نه شي ټاکلی خو پوره هڅه یې روانه کړې چې روانه جګړه له ټولو ممکنه لارو په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

خلیلزاد وایي د سولې راتګ او اوربند د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده او ښکېلو لورو ته په کار ده چې د خپلو خلکو دې غوښتنې ته درناوی وکړي.

خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان اوسنی وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...