شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهعرب نیوز وایي‌ افغانستان د کورنۍ جګړې پر ډګر بدل شوی

عرب نیوز وایي‌ افغانستان د کورنۍ جګړې پر ډګر بدل شوی

تاند ( شنبه، د میزان ۵) عرب نیوز په یوه مقاله کې د افغانستان وضعیت ته په کتنه کې ویلي، سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې اترې هم پیل شوي خو په افغانستان کې تاوتریخوالي اوج ته رسېدلی دی.

سرچینې ویلي روان حالت په افغانستان کې د جدي اندېښنې وړ ده.

د سرچینې په خبره دا چې له امریکایي او بهرنیو ځواکونو سره د طالبانو هوکړه لاسلیک شوې او پر دوی بریدونه نه کېږي ،خو د افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو جګړې روانې دي او په خبره يې دا هر څه د کورنۍ جګړې په مانا دي.

سرچینه کاږي سره له دې، چې د سولې هڅې روانې دي خو ورسره هم مهاله افغانستان د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شوی دی.

عرب نیوز پر نړیوالو بنسټونو او د افغانستان د سولې په مسئله کې پر ښکېلو لورو غږ کوي، چې ژر تر ژره دې په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.

د  یادونې ده که څه هم افغان ولس او حکومت د سولې په خبرو کې لومړی پر دایمي اوربند ټینګار کوي خو تراوسه طالبانو د اوربند په تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب