شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهامریکایي رسنۍ: امریکا په افغانستان کې تازه دمي سرتېري ځای پر ځای...

امریکایي رسنۍ: امریکا په افغانستان کې تازه دمي سرتېري ځای پر ځای کوي

تاند(شنبه، د میزان ۴) د سټار انډ سټرایپز د راپور له مخې امریکا جنوبي کوریا، اروپا او افغانستان ته درې ډلې سرتېري لېږي.

په راپور کې راځي چې د امریکایي ځواکونو یوه اوه سوه کسیزه ډله به افغانستان ته ځي او هلته به د هغو سرتېرو ځایناستي کېږي چې د ماموریت دوره یې بشپړه شوې ده.

امریکایي رسنۍ داسې مهال افغانستان ته د نورو سرتېرو د رالېږلو او یا بدلولو خبر ورکوي چې امریکا له طالبانو سره د هوکړې له مخې باید د راتلونکي کال تر پایه خپل ټول سرتېري وباسي.

ویل کېږي چې امریکا دمګړی په افغانستان کې د ۸۶۰۰ په شاوخوا کې سرتېري لري او هڅه روانه ده چې په راتلونکې میاشت کې دا شمېره تر ۴۵۰۰ راټیټه کړل شي.

امریکا داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او د طالبانو یو مهم شرط همدا چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب