پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد نابینایانو لپاره ښه خبر

د نابینایانو لپاره ښه خبر

تاند- په استرالیا کې څېړونکو له لسو کلونو څېړنو وروسته داسې یو سیستم جوړ کړی چې د سترګو کار ورکوي او ډېر امکان شته چې هر نابینا، بینا کړي.

دا سیستم انسان ته د لیدو د سیګنالونو د انتقال لپاره د مازغو اپټیکي عصبي شبکې ته اړتیا نه لري بلکې پر یوې جلا یا مستقلې او په عین حال کې مغلقې شبکې متکي دی.

دا سیستم پر درو پسونو ازمویل شوی او استرالیايي څېړونکي هیله لري چې یوه ورځ به له هغه څخه د ګڼ شمېر نابینا انسانانو د بیناکېدو لپاره کار واخیستلی شي.

د استرالیا د موناش پوهنتون د څېړونکو له لوري دا جوړ شوی سیستم، چې بایونیک آی نومېږي، د بدن د اپټیک د زیانمن شویو عصبي شبکو ځای نیسي.

په دې سیستم کې په کمرې یو سمبال پوښ، د معلوماتو یا ډاتا د انتقال یوه بې سیمه اله یا ترانسمېټر، د بصري معلوماتو د پروسیس کولو نرمکالی یا سافټوېر او په مازغو کې د الیکترودونو د ایښودلو لپاره یوه مربع ډوله صفحه کارول شوي دي.

د دغه سیستم کمره له ثبته وروسته د شاوخوا تصویرونه پروسیسر او بیا مربع ډوله صفحې ته لېږي او په دې ځای کې معلومات پر الیکتریکي پلسونو بدلېږي چې مازغو ته د درک وړ کېږي.

د څېړونکو په وینا دا سیستم تقریباً د سترګې په شان نابینا له نظره برخمن کوي او په اسانه نور انسانان یا په لاره کې خنډونه پرې ویني.

اوس په ملبرن کې پر یوه انسان، چې په خپله خوښه حاضر شوی، دا سیستم ازمویل کېږي.

تمه ده چې نتیجه یې بریالۍ وي.

استرالیايي څېړونکي وايي چې پر پسونو د دغه سیستم ازمېښت وښوده چې بریالی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب