Homeداسې هم شتهساینسناسا د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ ته یوه ښځه لېږي

ناسا د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ ته یوه ښځه لېږي

د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې، ناسا اعلان وکړ چې امریکايي ستورمزلي یا فضانوردان به تر ۲۰۲۴ م کال پورې بیا سپوږمۍ ته لاړ شي.

د دې پلان د عملي کېدو لپاره د شاوخوا ۲۸ ملیارد ډالره لګښت اټکل شوی چې د هغو له منځه به ۱۶ ملیارد ډالر د سفینې یا ستوربیړۍ پر جوړېدو ولګېږي.

خو د دې پروژې لپاره بودجه باید د امریکا کانګریس تصویب کړي او له دې کبله چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو موده په رانژدې کېدو ده، ښايي کانګریس په دې اړه پرېکړه وځنډوي. خو په هر صورت، دا پیسې باید له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې د امریکا په مالي بودجو کې شاملې شي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دې پلان تطبیق یو لومړیتوب بللی دی.

د ناسا سرپرست جیم برایډنسټاین د دوشنبې په ورځ په یوه انلاین خبري غونډه کې وویل«سیاسي مسلې په ځانګړي ډول د سږ کال په شان د حساسو انتخاباتو په درشل کې د ناسا د فعالیتونو په وړاندې لوی خنډونه دي.»

سره له دې چې د امریکا مخکنیو ولسمشرانو دې پلان ته ملیاردونه ډالر ځانګړي کړي وو خو بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې سپوږمۍ ته د ستورمزلو د لېږلو پروګرام لغوه کړ.

جیم برایډ‌ن سټاین وايي«که کانګریس تر کرسمیس وړاندې د دې پیسو لومړۍ برخه ۳ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره تصویب کړي لا به هم په دې بریالي شي چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې پر سپوږمۍ د انسان د کښته کولو پلان عملي کړي.»

ده دا اوازې رد کړې چې ګنې ناسا غواړي چې بیا هم د سپوږمۍ استوايي کرښې ته انسان ولېږي. له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۲ پورې اپولو د سپوږمۍ په دې برخه کې کښته شوې وه.

د ناسا سرپرست وايي چې د نوي ماموریت هدف د سپوږمۍ جنوبي قطب دی.

د سپوږمۍ لپاره د سفینې د جوړولو لپاره دوې طرحې په پام کې دي. ټاکل شوې ده چې دوه ستورمزلي، چې یوه به یې ښځه وي، په اوریون ستورمزلي کې سپوږمۍ ته یووړل شي.

د ستوربیړۍ یا سفینې لومړۍ طرحه د امازون د ريیس او اصلي ونډه وال جیف بیزوس د نوې کمپنۍ بلواوریجن محصول ده. بله طرحه د ایلن ماسک د سپېس ایکس او یوه بل امریکايي شرکت داینټیکس ده چې کار پرې روان دی.

په پام کې ده چې لومړی د ۲۰۲۱ په نوومبر کې د ارتیمز په نوم د سپوږمۍ بې سپرلیو سفینه روانه شي. په دوهمه هڅه کې به همدا سفینه دوه ستورمزلي د سپوږمۍ مدار ته ورسوي او په درېمه هڅه کې به ارتیمیز سفینه د یوې اوونۍ لپاره په سپوږمۍ کې پاتې شي. دا به له ځان سره څو نورې سفینې هم یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...