پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeمقالېشهید ډاکترنجیب الله؛ د افغاني روڼ اندي اوملي تفکر څاروال او پاسوال...

شهید ډاکترنجیب الله؛ د افغاني روڼ اندي اوملي تفکر څاروال او پاسوال واکمن

ع. رشید  د نهروپوهنتون استاد

په دغه لنډه  لیکنه کې زما موخه اوهدف ترهرڅه دمخه لکه چې سرلیک یې دی داده چې دهیواد دغه روڼ اندی واکمن دخپل فکري ، سیاسي اوملي تفکرپه رڼا کې، دخپل وخت په سختوشرایطوکې دهیواد ځوان نسل ته، هغه نسل ته چې له شکه پرته اوس دوی ته ډاکترنجیب الله دخپل هیواد واکمن د یوه اساطیري اتل ځای نیسي په لنډه توګه ددغه واکمن د واکمنۍ دیوه عیني شاهد په توګه دروپیژنم.

څلورویشت کاله تیرشول چې شهید نجیب الله دافغانستان دټولوملي پالوځواکو په وړاندې دسولې اوپخولاینې غږ دملي روغې جوړې  په اعلان سره پورته کړ، ملي روغه جوړه یې په ملي اواسلامي تفسیرسره دهیواد دژغورنې اوخوندي ساتنې یوازنۍ معقوله ملي اواسلامی اړینه داعیه وبلله او په بشپړباورسره یې ترهرچا دمخه د افغانستان پخواني پاچا ته بلنه ورکړه او هغه ته یې ولیکل چې د« بابای ملت » په نامه هیواد ته راشه، داټول پوځي، سیاسی او اداري سستم درته سپارم څو پردغه ملت باندې خدای ورحمیږي اودغه دپردیو په لاس  اولمسه افغان وژنه زموږ په دغه ګډ کورکې پای ته ورسیږي … خو اعلحضرت دنامتوژورنالیست اوملی شخصیت ارواښاد ولسمل په وینا:«چې لاهم دلویدیز په شیطاني هڅو اوهلو ځلونه پوهیده، د ډاکترنجیب الله له دغه وړاندیزڅخه یې زما په وړاندې انکاروکړ…»  دملت بابا دډاکتروړاندیزونه مانه، دامریکی اولویدیزوالو په امید کړې دریشی او اچولي نکتایی له خپلویوشمیردوطن له حالاتوناخبره تکنوکراتوسلاکارانوسره ترهغو کیناست چې امریکایی پوځونو وطن پرسرواخیست اودی هم یوازې ددې له پاره چې له یوې خوا خپل شته راټول کړی  اوله بلې خوا هم هغه د ډاکترنجیب الله وړاندیزشوی ( بابای ملت ) ویاړ له امریکایانو ترلاسه کړي. موږ ولید چې امریکایانو په سختو توطیوسره له واکه لرې  په ارګ کې پرته له دې چې دوطن د برخلیک په باره کې دی اویایی کورنۍ څه وکړي دمرګ تر وروستیو پورې په ماتوڅانګونواو بایللو روحیاتوسره چې غږ یې نه ملت ته ورسید او نه هم نړۍ ته،په پای کې په مرګ د شورای نظار ځپلي کابل میلمه شو … اوارواښاد ولسمل چې وروسته یې ځان ترې راټول کړ، دانیم بیتی له ځان سره د دغه فرصت له لاسه وتلو په اړه له دوستانو سره زمزمه کاوه :

چې په امریکا مینیدلې – ځه اوس ګرځه لیونیه …

شهید ډاکترنجیب الله داسې یوافغان واکمن و چې امریکایی جګړه مارو شبکولکه چې شورویانو ارواښاد حفیظ امین ته دمرګ لویه توطیه جوړه کړه ده ته هم دنسکوریدو پراخ پلان ترلاس لاندې ونیو، ځکه دی داسې ځیرک افغان ولسمشرو، چې دافغانستان په شاوخوا کې  له ټولو سیاسي اواستخباراتي بهیرونواوهغو توطیو څخه چې د ژنیو له توافقاتوسره سمې دده اوافغانستان په وړاندې دساړه جنګ دلویو لوبغاړوله خوا رامنځ ته شوې وي په هراړخیزه توګه پوهیده ( دژنیودتوطیو په اړه د هغه مهال خارجه وزیر کتاب کې په تفصیل سره لوستلای شئ ) ښاغلی وکیل په خپل ذغه اثرکې دپاکستان په شیطاني دریځ اوداچې دیورند هلته (دنړیوال سرحد ) په توګه درج شوی و اوبیا دافغانستان دحکومت له خوا په جدي توګه دشدیدعکس العمل په ترڅ کې رد شویادونه کړې ده. دغه نړیوال کړکیچن بهیر په خپل وارداسې یوسیاسي چا پیریال په ګوته کوي چې دهغه په ترڅ کې یوه څرګند افغاني ملي درایت ته اړتیاوه چې دهغه په ترڅ کې باید له افغانستان اوددغه هیواد له ملي اوتاریخي ګټوڅخه یوچا د دوو نړیوالو ځواکونو چې یوه یي له افغانستان څخه د تښتې لاره لټوله او بل یې تیارپرافغانستان باندې داوسني ماتم له پاره تیاری نیوه ننګه کړي وای، چې دا له ډاکترنجیب الله پرته بل څوک ناشونی و، ځکه خوهمدغه اصل ددې لامل شوچې ډاکترنجیب الله یې په داسې یوه کړۍ را ښکیل کړچې یوه ته یې هم په دغه خاص تاریخي پړاو کې دهیلې او امید مخ نه وراوښت، شوروي ووت، امریکاخپلو ستنګرو ته دخپلو افغاني اوپاکستانو اجیرو په واسطه زور ورکړ، چې څرګنده بیلګه یې دجلال آباد تاریخی اوملی جګړه وه چې د یادو اجیرانو په څرګنده او له شرمه ډکه  ماته باندې پای ته ورسیده اوافغان ملت ته یې هغه سرلوړي وروبښله، هغه چې نن هم پردیو اوپاکستانیانوپه مقابل کې په سرلوړي په ویاړلي جلال آباد کې دافغانانودملی مقاومت له ویاړونو څخه یادیږي.

ډاکترنجیب الله  اوملي ځواکونو اوملګرو یې په داسې سختوشرایطوکې د افغانستان د رښتیني مدافع په توګه چې په ټوله نړۍ کې نورنو داسې خواک نه و پاتې چې له ده او دده له حکومت سره دمرستې په ډګر کې پاتې شي ودرید، شوروي  واکمن په خپل ټول رذالت سره په افغانستان کې په خپلو جاسوسیو باندې تړلي پاتې شول، دهیواد په شمال کې را پیل شوې توطیې بل لامل و چې داوږدو جاسوسیوپه پایله کې چې دنجیب الله دحکومت جګپوړی کسان اوجنرالان لکه ( نامتو کودتاچی او دکی جی بي د سترګو تورعبدالحمید محتاط، کاویانی، دمشروطیت دنامتوجاسوس زوی جنرال عظمی،ایله جاری دوستم اونورستم پالي ټول  چې په کورنۍ کچه یې دتوطیو لړۍ دهرې ورځې په اوږدو کې دافغانستان دمرکزپه لوررا نږدې کیده ولاړوو، ستمي کړیوپه ښکاره د شوروي استخباراتو په اشاره  له نظاري ماوستي  یارانو سره دتفاهم په ترڅ کې پرخپلو ټولو ژمنواو تعهدونو باندې  چې دنجیب الله دحکومت، خلکو او ان خپل ګوند ته یې کړې وې سترګې پټې کړې اوعملآ یې شمال دمرکز پرخلاف د اجیرو څیرو په واسطه ودراوه.داهغه لویه توطیه وه چې شوروي د ډاکترنجیب الله دواکمنۍ پرخلاف دمرکزي آسیا له خوا دخپلو اقلیتونوپه مرسته را پیل کړه. چې دغمیزې اغیزلاهم په افغانستان کې پای ته نه دی رسیدلی، دوطن ګوند یوې عزتمنې غړې (نجیبه آرش  ) د ستمی، ماوستي اوشورای نظاري دګډو هلو ځلو اودشوروي دملاتړ په اړه په خپله یوه وینا کې دلومړي ځل له پاره د ډاکترنجیب الله دحکومت په شپو ورځوکې پرده پورته کړه  : « داهیلوکوپترونه چې هره ورځ په شمال کې وسلې ټاکلوکسانو ته ورسپاري، داهغه نا مقدس اتیلاف دی چې دټاکلو استخباراتی چینلونو له خوا په خپل ټول وحشت سره ستاسې (ستمي کړیو) په خاطر دهیواد په شمال کې کي جی بي را پیل کړی دی داڅرګند تیری له حکومت او خلکو څخه پټیدای نه شي … » اودنجیب الله د داسې حساسو اوملي پالو پلویانو اوهغو سرښندونکو غږ دشوروی استعماراودهغود ګوډاګیانوپه وړاندې د افغانستان اود نجیب الله د واکمنۍ دحقانیت په وړاندې زموږ د تاریخ طلایی څپرکی وبلل شو…

د امریکا اوشوروي واکمنان چې دخپلوموخو په خاطریې

په وینولړلي افغانستان ډاکترنجیب الله ته ورپریښود !

داخودهغه وخت د شوروي جنایات وو راځۍ دلته داخوندي ایران یوه تاریخي توطیه هم چې د افغانستان دخاورې دتمامیت او ډاکترنجیب الله په وړاندې یې ترلاس لاندې نیولې وه دیوه عیني شاهد په توګه له تاسودرنو یارانو سره شریکه کړم داسې :  د ۱۳۶۹ کال  وروستۍ ورځې وې، زه د استاد علامه رشاد کورته دهغه د اویایمې کالیزې دنماځنې دبندوبست په موخه ورغلی وم چې له ده سره مشوره پرې وکړم، زه سهار وختی ورغلم، نژدې غرمه وه چې ما اجازه وغوښته خو استاد په جدي لهجه را ته وویل چې تلای نه شې،میلمانه راځي له ماسره به مرسته وکړې، زموږ داخبره لا پای ته نه وه رسیدلی چې دعمومي سړک له خوا د میلمستون د دروازې زنګ وشرنګیده، استاد ما ته وویل چې، ته به ورکته شئ ،هغوی به پورته را ولې …  زه ورکښته شوم ، خو دروازه ترمادمخه د استاد کوم لمسي ورپرانستې وه چې لیده مې د ډاکترنجیب الله لومړی مرستیال اروا ښاد هاتف صاحب او د لومړي وزیر خالق یار مرستیال ارواښاد عبدالقیوم نورزی دواړه له یوه عادي موټره له کښته شول او مخا مخ د استاد میلمستون ته راوختل، له روغبړ وروسته ارواښاد هاتف صاحب له نورزي څخه هیله وکړه، څوهغه لیک چې دایران دولت په دې وروستیوکې د ښه نیت په نامه له افغان حکومت سره د همکارۍ په موخه را استولی و استاد علامه رشاد ته ووایي، ارواښاد نورزي لیک ولوست چې په کې راغلی وو:« د ایران حکومت له افغان حکومت سره د مرستې او ښې ورورولۍ په موخه هڅه کړې چې پنځه ویشت (۲۵) زره مهاجرې کورنۍ افغانستان ته درستنې کړي … »  دا لومړی لیک و چې ارواښاد هاتف صاحب او ډاکترنحیب الله هغه ځواب کړی واود ایران له دولته یې مننه کړې وه ، خوپه تعقیب یې بل لیک د افغانستان دولت ته رااستولی وچې هغه هم ارواښاد نورزي ولوست او په کې لیکل شوي وو:« دایران حکومت په دغه برخه کې خپلې ټولې هلې ځلي ترسره کوي ، خو موږ په دغه اړه له افغان دولته هیله من یم چې دغه پنځه ویشت زره کورنۍ به افغان حکومت له ایران سره په پوله ولایتونو لکه هرات، نمیروز، فراه  اونورو کې ځای پرخای کوي … »

علامه رشاد چې کله ددغو لیکونو متن واورید ترخه موسکایی وکړه او له هاتف صاحب څخه یې پوښتنه وکړه چې ته او داکترنجیب الله ورسره موافق یاست ؟هاتف صاحب وویل چې نه، ځکه :« ډاکترنجیب الله اوزه وایوچې  که دغه کورنۍ افغانان وي، دوی د افغانستان دیوه کلي ، ولسوالۍ او ولایت اوسیدونکي دي، هغوی که رښتیا هم غواړي وطن ته راشي، موږ تیاریو چې دوی ته د دوی په سیموکې مرستې تیارې اوهلته یې ځای پرځای کړو، اوکه دغه کورنۍ ایرانیان وي او غواړي زموږ په پوله کې خای پرځای شي په دغه اړه معذرت غواړو، هم هلته دې له تاسو سره آرام وي … موږ ایرانیانو ته همدغه ځواب ور استولی دی … » دعلامه رشاد مشوره هم دغه وه لکه چې هاتف صاحب او ډاکترنجیب الله اشاره ورته کړې وه. وګورئ دا هغه بله لویه توطیه وه چې ایران په ډیرمهارت سره دهغې ترپرده لاندې په دربدره افغانستان کې د خپلو راتلونکوشیطاني اهدافو په خاطر هڅه اوهلې ځلي کولې، هغه کارچې په رښتیاهم د ډاکترنجیب له حکومته وروسته د ایران له خوا د دوی د لاسپوڅو له خوا په هرات او نورو مرکزي ښارونو کې عملآ تطبیق شو چې بیایې دکابل په جګړو کې ونډه په هراړخیزه  دایران په ګټه موږ ولیده .

همداسې اوس نو په سیمه کې داسې یوهیواد نه و پاتې چې د ډاکترنجیب الله له حکومت سره د دوستي پرژمنو باندې ولاړ پاتې شي ، هندوستان چې تل یې له کابل سره  دتاریخي دوستۍ لاپې وهلې، هغوی هم له ډاکترنجیب الله سره په هغه کچه لکه چې له مجاهدینو په تیره شمالي ټلوالۍ سره خوله په خوله وو،مرسته ونه کړه ، ډاکترنجیب الله دهندوستان دملی امنیت په خوندي ساتنه کې له هند سره لویې او نه هیرودونکي مرستې کړې وې چې جزیات یې زه دلته نه را اخلم، خو کله چې مجاهدینو کابل وران کړ او د اویا زرو په شاوخوا کې کابلیان یې ووژل ، دوی نه یوازې له نجیب الله سره خپله خواخوږي ونه ښوده بلکی برعکس ځان  یې دمجاهدینو له بدنامي شمالی ټلوالې سره وتاړه او هغه څه چې دډاکترنحیب الله حکومت له هند سره درلودل اویایی ګډ مرام و، هندي مقاماتو هغه ټول له یاده وایستل ، نړیوالې ټولنې هم پرهند باندې فشار واچاوه چې ډاکترنجیب الله باید له کابله خوندي هندوستان ته خپلې کورنۍ ته ورولیږدوی، خو دوی بیا هم په دغه برخه کې د رباني او نورو نجیب الله دښمنو ډلو خبره چې نه یې غوښتل نجیب الله له کابله ووځی ومنله، اود هغه د ایستلو پروژه یې همداسې پریښوده ترڅو چې دطالبانود څپاو په ترڅ کې دپاکستاني ای اس آی اودهغو داجیرو له خوا ډاکترنجیب الله شهید شو، د ډاکترنجیب الله دشهادت په مسوولینوکې هندوستان اود هند دهغه وخت  کانګرسي واکمن مقامات، دکابل قصاب دزمردو قاچاقبر اوبې مروته دوستان اوجنرالان هم له شکه پرته راځي …

ددغه لنډ بیان په پایله کې، اوس یوه لنډه پوښتنه داسې مطرح کووچې،  داسې یوه واکمن اوداسې یوه نومیالي ته چې له لویدیزه ترختیزه یې ټول جابرطاقتونه دښمنان شوي وو څه ویل په کاروو اولویه تکیه به یې بیا هم پرچا وه ؟ زه چې ددغې دورې عیني شاهد یم او دغه کرښې دلته له تاسو ګرانو دوستانو سره شریکوم ، په پوره باور سره ویلای شم چې ډاکترنجیب الله دیوه افغان واکمن په توګه  ترهرچا زیات پرخپل ملت اودهغه په ویاړلي تاریخ باندې دزړه له کوي باورمن اوډاډمن و، داباید دیوه رښتینی افغان په توګه  ومنو چې له ده سره  دنړیوال تاریخ په دغه مهمه شیبه کې لویه درغلی شوې ده،دی یوفرد نه و، بلکي دهغه ملت دمشروچې دده په خپله وینا سخته جفا دده په شته والي کې ورسره شوې وه دی دهمدغه ملت په ننګه ودرید، ده دخپلې واکمنۍ پرمهال هغه دننګ اوعارویاړ لکه چې دده سلف د شورویانو په وړاندې خپلې غاړې ته اچولی وله خپلې غاړې په بشپړشهامت سره لرې کړ، ده لکه دخپلواسلافو غوندی شورویانوته دغلامۍ سرټیټولو پرځای دا ذمه ووهله چې: « تاسو ځئ موږ دخپل وطن دفاع کولای شو…»  ما مخکې یاده کړه چې نجیب الله به داسې بدو تاریخی شرایطو کې را ښکیل شو چې ټولو هغوځواکونو، اشخاصو او د دده نژدي ملګرو، چې په سر کې یې ستمی ایتلافیان دده دنژدی دوستان اوملګري دسلیمان لایق په ګډون ترې واوښتل، اوکه نه پنځه کاله خپلواکه دفاع چې له وطن او خلکو یې کوله څه ساده خبره نه وه، یوځواک، یوه ډله چې د هیواد ګټو ته وفادارول له ده سره وه، هغوی له ده سره منلې وه چې موږ وینودرکوو ته باید له هیواده دفاع وکړې اونجیب الله دخپلو روڼ اندو ملګرو، خلکو اوپوځیانودغو سرښندونو ته دوفادارۍ سرټیت کړی و، په دغه اړه د شمال دنامتوقوماندان عطامحمد نور دغه اعتراف دیوه حقیقت په توګه دیادونې وړدی لکه چې وایي : « ډاکترنجیب الله وقتی روسها رفت مردانه وارجنگید، اگرما ازداخل رخنه نمی کردیم تا ده سال دیگرهم قدرت خود را ادامه میتوانیست … »  (مصاحبه عطامحمد نور در یوتیوب ) . شهید نجیب الله په همدغو سختوشرایطوکې د یوې پیاوړې ادارې رامنځ ته کولو اراده وکړه، او په دغه ملي پرتم کې یې  دواک تروروستۍ شیبی پورې خپلوخلکو اوخپلو ملګرو ته دروغ ونه ویل ، هغه ترهرڅه دمخه په خپلو تیرو باندې دزړه له کومي انتقاد وکړ، دځان اوملګروهغه درواغ اوغیرعملی لاپې شاپې چې دملت له پاره د زغم وړ نه وې له منځه یووړې، هغه نه غوښتل چې دخپل ملت، خپلې ملي ژمنې په وړاندې دوه رنګۍ تګلاره ولري، نجیب الله هغه څه چې دغه ملت په شلمه پیړۍ کې اړتیا  ورته درلوده چې هغه سوله وه له خلکو پټه نه کړه اوهغه یې دیوې ملي اړتیا په توګه اړینه وبلله،  هغه دخپل مکارتاریخی دښمن پاکستان په وړاندې چې دافغانستان دبربادۍ ذمه یې امریکا ته وهلې وه سخت بې رحمه و، هغه دلومړي ځل له پاره د اختناق د دورې د پای ته رسیدو پرلامل د مطبوعاتود آزادۍ له پاره لومړنی ګامونه اوچت کړل، ملي ورځپاڼې، دیوشمیرملی اومترقي څیرو لکه  شازما ن وریځ، سخي غیرت، اوهمداسې یوشمیردولتي آزادي خپرونې لکه سباوون ، اخبارهفته او قلم خپرونې اوجریدې وې چې آزادۍ خپرونې یې کولې اوخلکو ته یې پردولت اوحکومت باندې دانتقادی جرآت ورکاوه. په هیواد کې دخبره کسانو، لیکوالو اوشاعرانو خبرو خپل ځای درلود، په ادبي او فرهنګی برخو کې روڼ اندو ته د ځانګړو اوخپلواکو ټولنو او انجمنونو د فعالیتونو لارې اوارې شوې  دخوشحال ، سید جمال الدین ، مولانا، هرات ، سنایی ، ناصرخسرو ټولنې او انجمنونه دډاکترنجیب الله په دوره کې را پورته اوپه فعالیتونو یې دافغانستان په مرکزکایل اونورو ښارونو کې لاس پورې کړ.

دهغه په دوره کې دښځوله پاره د قلابۍ آزادۍ سوال نه و، ښځواونجونوهغه آزادۍ چې په افغانستان کې یې دیوې پیړۍ په اوږدو کې درلودې اوس هم درلودې ، د نجیب الله له پاره  د بشری ترقۍ لامل زده کړه وه ، ده زده کړې او ښوونکي ته په خپل وخت کې زیاته پاملرنه وکړه، هغه ښوونځي ونه تړل ، هغه یومهال اعلان وکړ چې د وطن دښمنانانو تر دوه زره زیات ښوونکي اومعلمان د زده کړې په ګناه شهیدان کړي دي، خوبیایی هم هیواد ته ، خلکو ته اوځوانانو ته شعارداو چې زده کړه دهیواد له بدمرغیو دنجات یوازنۍ لاره ده  چې په هراړخیزه توګه یې دنوي عصر له غوښتنوسره سم د ښوونې او روزنی له پاره علمی هلې ځلې پیل کړې اود ښوونې او روزني وزارت یی دهیواد نامتو ترقي غوښتونکې میرمنې (معصومي عصمتی وردګ ) ته وسپاره…

دهیواد اوپوهې دلارې ملی اومترقي مبارزه ، عالمه ، شاعره  اولیکوال میرمن عصمتی وردګ

لنډه داچې ، ددغوټولو کړنوچې د ډاکترنجیب الله په دور کې ترسره شوې ، په هغوکې د خلکواوهیواد په وړاندې له صداقت او رښتینولۍ پرته نورڅه نه لیدل کیدل، دولتی اداره د ایماندارۍ او صداقت سمبول وه، دخلکو دهوسایئ په خاطر دټولنیزو خدمتونولړۍ په هراړخیزه توګه فعاله وه، رشوت اوخیانت اوله ملي شتمنیوڅخه ناوړه ګټه اخیستنه په انفرادي او ډله ییزه توګه دوجدان او ایمان خرڅول ښکاریدل، د ادارې هرغړی د کاراوخدمت په لومړي اود امتیاز په وخت په وروستی کتارکې وو…

دخلکو اوهیوادپه  وړاندې قربانی اوځان تیریدنه هغه ځانګړنه وه چې دډاکترنجیب الله عصرته له تیرو په میراث ورپاتې ، صداقت اوایمانداري ، قرباني اوځان تیریدنه وه چې دهغه عصرد ټولنیزهڅون په استازیتوب یې له ډاکترنجیب الله څخه  ملی اساطیري شخصیت جوړکړ،  ده اویارانویې په خپل وخت کې پرخلکو او ملت ، پرتاریخي افغانستان باندویاړکاوه  همداده چې که موږ وغواړو اوکه نه، زموږدملت له ضمیره همدا یوغږ په اوچتیا سره پورته کیږي چې : « که زما په دعا کیږي، الله ج دې د جنتونوسردارکړه…»

هو، دا دملت دعاده، دا دهغه انسان دوسته نسل دعاده چې دده په قربانۍ باندې به په تلپاتې توګه د سرلوړي اومسلمان افغان په توګه ویاړي .

چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه

داسې مړشه چې ته خاندې خلک ژاړي

درناوی

پروفیسر رشید

د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۲۵

ادمنتن –  کاناډا

19 COMMENTS

  1. يو غویی چه یولس کاله د پردیو لپاره جنایتونه کړی وی هغه بیا هم هغه غویی دی چه د وطن دوستی رمباړی وهی ځکه دا ځلی هغه خپله ریشکه په دی رمباړو کی لیدله. هغه د دین په نامه مسلمان قتلول هغه ته د شهید خطاب شرم دی که څوک شرم پیژنی. دا کمونستان خو شرم نه پیژنی. لوی خدای دی نور هم ذلیل کړی.

  2. سلام
    پروفیسور صاحب ! زه غواړم چې د پرو فیسو ر په تعریف پوه شم . ځکه دغه دیوه پروفیسور حیثت ،موقف ، اوشخصیت دا ایجابوی چې د پروفیسوری په معیارونو کې را څرګند شی نو طبیعی خبره ده چې :

    لومړی: په کیسه کې دڅېړنې هدف
    دوم :دڅېړنې او هر فقرې مبرمیت
    دریم:دڅېړنې ارزښت
    څلورم :دڅېړنې روش او برخورد
    قضاوت تاریخ کوی نه زما ا و نه ستا کار دی.
    زموږ دټولنې ولسی ،ملیا او مذهبی عواطف،انسای اړیکی او ټولنیزه اندېښنې د نجیب الله له سوچه څو برابره لوړې دی .تا به اورېدلی وی چې لمر په دوه ګوتو نه پټیږی .وایی چې یوچا دلیلې اومجنون کیسه پای ته ورسوله خو ده بیاهم بوشتنه کوله چې مجنون نر وو او که ښځه!
    داستا کار دی چې ته څه وایی خو زه افسوس په دې کوم چې یوپروفیسور کمونست ته شهید وایی اوله هغه څخه معجزه جوړوی .بل پروفیسور دسفارت به دیوال تجارت کوی،او بل د کابل ښاریان په رنا ورځ وژنی
    بل استخارې کوی بل ګلم جم ته مارشالی ورکوی والله. زموږ کار هم له ندافی بدتر شو.
    استاد احساسات نه ،هیاهو نه ، رښتیا ووایه فکر وکړه چې به تولګی کې یی نجیب چې مشهور په ګاو یعنی خبله هم غوایی وو کمونست وو او که نه؟
    غوایی څنګه او به څه ډول شهید کیږی؟
    ۳۵ ملیونو خلکو ته چا د لینن مردار خور ځل راووړ؟
    ایا ته هم دکمونستانو ماتو کاسو اوکبړیو څخه یی؟
    شپه که تیاره مڼې به شمار دی!

  3. سلام
    پروفیسور صاحب ! زه غواړم چې د پرو فیسو ر په تعریف پوه شم . ځکه دیوه پروفیسور حیثت ،موقف ، اوشخصیت دا ایجابوی چې د پروفیسوری په معیارونو کې را څرګند شی نو طبیعی خبره ده چې :

    لومړی: په کیسه کې دڅېړنې هدف
    دوم :دڅېړنې او هر فقرې مبرمیت
    دریم:دڅېړنې ارزښت
    څلورم :دڅېړنې روش او برخورد
    قضاوت خو تاریخ کوی نه زما ا و نه ستا کار دی.
    زموږ دټولنې ولسی ،ملی او مذهبی عواطف،انسای اړیکی او ټولنیزه اندېښنې د نجیب الله له سوچه اوفکر څو برابره لوړې دی .تا به اورېدلی وی چې لمر په دوه ګوتو نه پټیږی .وایی چې یوچا دلیلې اومجنون کیسه پای ته ورسوله خو ده بیاهم پوښتنه کوله چې مجنون نر وو او که ښځه؟
    داستا کار دی چې ته څه وایی خو زه افسوس په دې کوم چې یوپروفیسور کمونست ته څنګه شهید وایی اوله هغه څخه معجزه جوړوی .بل پروفیسور دسفارت په دیوال تجارت کوی،او بل د کابل ښاریان په رنا ورځ وژنی
    بل استخارې کوی بل ګلم جم ته مارشالی ورکوی والله. زموږ کار هم له ندافی بدتر شو.
    استاد احساسات نه ،هیاهو نه ، رښتیا ووایه فکر وکړه چې ته په تولګی له زده کوونکو سره یی. نجیب چې مشهور په ګاو یعنی خبله هم غوایی وو کمونست وو او که نه؟
    غوایی څنګه او په څه ډول شهید کیږی؟
    ۳۵ ملیونو خلکو ته چا د لینن مردار خور ځل راووړ؟
    ایا ته هم دکمونستانو ماتو کاسو اوکبړیو څخه یی؟
    شپه که تیاره هم ده مڼې به شمار دی! ټول کمونستان لوېدیځ ته لاړل لیست به یی لرې

  4. دا خو د لمر په شان روښانه ده، که شهید ډاکټر نجیب الله د خلکو په زړونو کې ځای نه درلودی، نو د ای اس ای نوکرانو او تالي څټو به د هغه د تلین د لمانځنې مخنیوی نه کاوه. دا د پردیو نوکران او د هغوی تالي څټي تش په نامه لیکوالان دا زغم نلري چې داسې یوه پرتمینه غونډه وویني. راځئ هرڅه په نسبي توکه وارزوئ او بیا وګورئ چې د چا تله درنه ده، د هېواد پلورونکو او که هغه چا چې په هېواد یې سر ورکړ. درناوي

  5. ښاغلو ثابت صاحب او شریف زاد ته ،
    لږ په خپلولیکنو کې له اخلاقي نورمونو او نزاکتونو څخه که مو کورنۍ تربیې درښودلي وي کار واخلئ.
    درناوی

  6. د امریکا مکاری فریبی دیموکراسی لتبلیغاتو سره په ۲۰۰۱ کال کښی خپل ټول جاسوسان ، قاتلان او چپاولګران د ملت پر اوږو سپاره او ددوی څخه ئي ځینی اتلان او مارشالان کړل او ځینی قاتلانو ته موقع ورکړۍ شوه چی د افغانستان نامداره تاریخی زعیمان او واقعی اتلان ملت ته د پښتنو اقلیت دکتاتوران اعلان کړی او اوس د ملت تباهی تهداب کيښودونکی کمونیستی غلامانو هم جرأت پیداکړ چی دوی هم قطاره قاتلان او وطنفروشه اتلان معرفی کړی ، دی ته وائي د بیان ازادی انارشی !!! ظالمو امریکا سیاسیونو دا ټول قاتلان او جاسوسان او اسلام سوداګر ملیاردران کړل او هڅه کوی چی ددی قاتلانو حلقی سره دا نوره جاهل قاتل غلامان هم یو ځای کړی او ددوی تبلیغی جاسوسان هلی ځلی کوی چی ددوی راتګ د فریبی صلحی شعار لاندی داسی تود وساتی چی بی لدی په افغانستان کښی ارامی او امنیت نشی راتللۍ ! واقعیت دادی که امریکا وغواړی چی افغان ملت ته صادق شی او افغان ملت باندی د صلحی او امنیت پیرزوینه وکړی نو خپل غلامان ډیر ژر د صحنی څخه ایستلۍ شی او یو ملی حکومت زمینه برابره کیدای شی اما دا انسانی او اخلاقی صفات ددوی په چتل سیاسی مرامونو کښي وجود نلری ، څه شول د افغانستان نوی راپیدا شوی تاریخدانان او ولی خاموشه دی ؟؟؟؟

  7. ښاغلي ثابت ته
    ستاسو له ليکنو داسي بريښي چه د پنجاب او آی آس. آی په ليواططي مدرسو کي مو غټ تحصيلات کړي ځکه ستاسي ليکني ټولي لمسونکي تهمتي ، ضد انساني او له ټولو انساني نورموني وتلي شانته دي. تاسي رښتيا هم ټوله هغه پروپاګنده چه د پاکستان په ليواططي مدرسو کي در کړ شوي دي په ډير صداقت سره کاوی نو دلته له ورايه ښکاري چه نه يواځي په ډاکتر نجيب لله پوري توري اوسپوري واياست بلکه پر بل هر افغان وطن دوسته پوري به يي هم وواياست ځکه دا هيدايت تاسوته په ليواططي مدرسو کي پيچکاري شوي ي.

    • غلام حضرت ورور قسیم ،تقسیم، مسعودجمود ،ګلم جم اوستم او نور بد…. وبلا لکه زرینګل او ببوګل چې دکورنی اخلاق خبره کوی داټول دهمدې کمونستانو خاکه ده .تاسې په نړی کې یو ملی اتل لیدلی چې هغه دبل چامزدور وی ملی تفکر ،اخلاق ، بقا ، ثبات اوشخصیت هم تعریف لری. خاین خاین دی ستا خبره موږ وطن او هېواد وژونکوته څنګه دبل چا په ګناه براءت ورکړو . دکمونستانو هستی ته په مستقیمه او غیر مستقمه توګه سیالیو اوتبصروته ګوری وایی زاغ زنده باد! داچې په حکومت کې دقدرت او مقام له مرکزی برخې په سازش میډیا ته رواځی لکه دکتر غروال چې اشاره ورته کړې . دقدرت دبقا په خاطر دکابل وژونکی ربانی، کرزی،اوغنی دوه سرې ادارو کې داننوتی د لستوڼی ماران بایدهېر نشی.چرګان به دومره ژر مړه نه شی لکه د ا مردار خواره چې ورک شول.
      محافظه کارو،دوه مخو ، اپرتونیستو ،په هرکاسه ناستو کوڅه ډبو ،دشخصی ګټو حریصانو ،اماتورو او نا لایقو الکهول څېښونکو دې وطن ته دکرونا ناروغی راوړې چې فکری واکسین ته ضرورت لری.

  8. بیشرمه کمونستانو ته
    که کمونستان انسانان وی نو لیږ عقل به ولری او د خپلو جنایاتو په خاطر به سرټیټی او له هر افغان نه به کور په کور ګرځی او ننواتی به کوی ترڅو د خپلو جنایاتو پیټی سپک کړی. خو نه دوی دا نه کوی او د څلویښت کالو په جنګ کی کله کمونستان ول او ګلمجمان، او کله شوری نظاریان، کله اخوانیان، کله هزارهګان او کله افغانملیتیان او کله دیموکراتان او کله بیا طالبان.
    او س په لویه بیشرمی بیرته غوایی شهیدان بولی او د کلونو بهرنی اجنت ملی قهرمان. د کابل په ګدی باندی ناست ړانده به هر لقب دوی ته ورکړی خو ملت هرڅه وینی او د هغوی دردونه لا تازه دی. زه هم د دی غویو څخه درلیدلی یم او زما شرین کسان د دوی د مستی په اولو ورځو کی یی شهیدان کړی.
    نو اوس ووایی انسانی چلند ددوی په هکله روادی؟ نه. د ا هغه فاسد خلک دی چه د انسانیت لپاره د تل لپاره د یوه یوه وایرس شکل لری. وایرس باید ورک کړای سی په هر شکل چه وی.
    پاکستان هومره مردار ندی لکه روسیه او نور دولتونه چیری چه دا غوایی اوس خپله ریشقه خوری. دالخوره له کنچینی نه ښه دی. کمونستان نن د کنچینی او فاحشه په توګه د قدرت لپاره د مرداری خدمت ته ولاړ دی. نو داسی کسان څه عزت لری چه نور به ورته په عزت وګوری.
    د کمونستانو عزت کول بیعزتی ده.
    شریفزاد سیب
    فروفیسوران د تیرو ملایانو په شکل د وخت د قدرت لخوا او یا د خپلو ایدیالوجیک افراط لخوا بی منطقه لیکنی کوی او یا نظریات ورکوی. په اسلام کی د حکومت ملا د عالم بی عمل بلل سوی چه مورال او اخلاق نلری خو د فروفیسور لپاره دا لا ښه ندی ویل سوی ځکه نن سبا هغه قدرتونه چه دوی استخداموی لا هم په قدرت کی دی او هم د دوی معاش او مستمری ورکوی.
    هر ملا او فروفیسور باید کچه سی او ووینو چه د هغوی لیکنی او نظر د یو لوی خیر لپاره ګټور دی او که نه. تاسو خو به لیدلی وی چه کمونستی او امپریالیستی پروفسرانو د دی نظامونو د ټینګولو لپاره څومره کار کړی سره لدی چه دا دواړه نظامونه د بشر ضد نظامونه دی.

  9. جوړ تازه،
    جرمنی برلین ښارکی می له ګورباچوف سره ولیدل.فراوان وخت ورسره وه،ډیری خبری می ورسره وکړی،بالاخره نجیب په باره کی می ورته وویل چه. روسان وایی چه نجیب د کی جی بی پریښودلی زوی په شان وه،ایا دا رښتیا ده؟
    ګورباچوف د سوړ اسویلی په ایستل سره وویل چه،
    نجیب کی،جی،بی ته د اولاده څخه هم زیات ځان نږدی ګڼه،خو افسوس چه کی ،جی،بی، نجیب ته د خره په شان لغته ور ګزار کړه ،

  10. افسوس زمونږ د قلم چلوونکو او یو شمېر لیکوالانو په حال باندې .
    اکثرا ځانونه پوه او په اصطلاح د اسلام د مبارک دین له داعیې نه د دفاع سنګر ساتونکي بولي خو له خولې او قلمونو نه یې د منافقت ، توهین ، ښکنځلو ، درواغو او خپلو صادقو رښتینو مسلمانو افغانانو ته د نفرت او تفرقې اچولو نه پرته بل هېڅ پیام نه لري . دوی لا هم شعوري او غیر شعوري د پردیو لعنتي استخباراتي او جهنمي کړیو په اختیار کې دي . دوی غواړي افغانان په مختلفو ډلو تقسیم کړي او د خپلو بادارانو د خوشحالولو لپاره په جنګ سره واچوي.
    زمونږ نوی نسل اوخصوصا ځوانان باید د دغو پردیو غوړه مالانو له کرکو ډکو لیکنو او تبلیغاتو پسې ونه ګرځي . په خپلو منځونو کې د اسلامي او افغانی ورورګلوي تر پاک او مقدس شعار لاندې سره راټول او له ګران افغانستان نه په مېړانې دفاع وکړي .
    راځئ له ازبکانو ، هزاره ګانو او تاجیکانو ورونو نه زده کړو. زمونږ کوم مشر د دوی له مشرانو نه په پوهې او لیاقت کې کم دی . خو متاسفانه زمونږ مشرانو ملي او افغاني شعور نه درلود چې خپلو ځوانانو ته د مینې ، صداقت او افغانیت درس ورزده کړی وای . څوک یې په ذلت او خوارۍ کې ګومنامه مړه شول . یوشمېر یې په غرونو کې زاړه شول او نور یې لاتر اوسه د پنجاب تر امر لاندې د خپلوځوانانو او هېوادوالو په وژلو او ورانولو لګیا دي . افسوس د دوی په حال .

  11. غمي نا پښتین ته: فکر نکوم چې مور او پلار دې معلوم وي که معلوم وای یو څه اخلاق او سړیتوب خو به یې درښودلای وای. او په دې کې هم هېڅ شک نشته چې ته هم د لواططي مدرسو څخه په ډېره عالي درجه فارغ شوی یې. افرین دې وي درباندې

  12. پښتین مسلمان افغان یم،پلار نیکه می په میړانه د روسانو کمونیستانو سره جهاد کړی،کله می چه ګورباچوف سره خبری کولی دا می هم ورته واضح وویل چه،پلار نیکه می مجاهدین وه،د جلال الدین(حقا نی)قوماندی لاندی مسلحانه جهاد کړی دی،
    ګورباچوف په ډاګه راته وویل چه مجاهدین زړور،په وطن مین،او ازادی پتنګان وه،
    دا چه ستاسی بادار دا منی،نو تاسو کمونیستان یی هم باید دا ومنی،
    د هغه وخت روسیه جګ پوړی کمونیستان شته،برلین کی یی ځینی میشت دی،چه د یوی ودکا بوتل ډلی په بدل کی به د افغان کمونیستانو هر هغه عملونه درته بیان کړی ،چه خرو هم نه وی کړی،
    که اروپا کی اوسیږی زه د روسی زاړو کمونیستانو سره مخامخ کولای شم.همدا زاړه روسی کمونیستان افغان کمونیستانو لکه نجیب ،امین،تره.کی،ګلم جم.ګلابزوی،وطنجار او داسی نورو پوری دومره وخاندی چه له سترګو یی اوښکی راوانی وی.
    محمد صاحب ،راځه چه د ستا ملاقات هم ورسره وکړم،
    او زه بیا د افغان کمونیستانو او روسی زاړو کمونیستانو ذلالت ته خوشحاله وم،
    هر وار له امستردام څخه برلین ته چه لاړشم د روسیانو ملګرو په واسطه یی ملاقات کوم.دومره ذلیله شوی چه د ودکا بوتل غوښتنه هم کوی،
    او قسم په خدای چه افغان کمونیست د وخت وزیر وه سلام هم نه وراچوم،په رډو راته ګوری،له ورایه یی خجالت په څیره کی ښکاری

  13. څلورو لسیزو کې لا ستاسې منطق منجمد پاتې دی دنیا بدله شوه خو تاسې دلینن په خره سپاره باتې يي
    زما پوشتنه د لینن پرستانو له پطری کړو کاسوام اوکپړیو څخه په منطقی لحاظ داده چې دکوم ډول منطق ادعالری .؟ ما پوښتنه کړی ده چې دا ستر غوایی کمونست ووه او که نه ؟ بل داچې غوایی او کمونست څنګه سره په یو ه معادله جمع کېدای شی دوه مختلف متغیر. ولی په تاسې بده لګیږی تاسې ولې چیغی وهی؟
    کمونستان لکه ړانده چرګان له هرڅه نه سترګې پټوی کله یې چې تول ملت تبا ه کړ نو بیایی دملی یوالی اوپیوستون پلمې راواخیستې لاړ شی یو تیوب کې د ګاو عذر اوزارۍ وګوری!
    کمونستان رښتیا اخلاق لری.؟ دا له سورکو راوتلی وژونکی په مستعار ونومونو کې اوس د شهادت اواخلاقو ،خلافت او رسالت نارې سورې وهی . داد افغانستان مظلو ولس اه وفریاد دی چې دکمونیزم بړستن یی له جهانه څخه دتل لپاره ټوله کړله.وایی چې په غوږ ویشتلی بیداروی وایی مه کوه په ما چې وبه شی په تا!

  14. ددی ډول افکارو او عقائدو په سیوری کی چی موږ باسوادان! ئی لری ګومان نه کوم وطن او وولس ته د خدمت مصدر وګرځی. د قرآن او آیتونو کاروَنه د پاکستان د لواطت خانو میراث ګڼو خو همدا آیتونه کله چی د نجیب غوندی کس له خولې را وتل، هوس مو ور ته کاوه.
    راسی ټول دا حقیقت ومنو چی زموږ د هیواد د وروستیو نهو لسیزو په اوږدو کی هیڅ ملی قهرمان نه تر سترګو کیږی او هغه کسان چی قهرمانان ګڼل سوی ټول بیله استثنی د خټو موټران دی.
    د مزاری او مسعود او قسیم فهیم او بل هر نازول! سوی کس تلین او لمانځنی ته هیڅ اړتیا نسته او که دا لمانځنی بدی وګڼل سی ( چی بدی ګڼل کیږی) نو ولی ځینی کسان ددی بدو او مکروه کړنو تقلید کوی او د بل مکروه کس لمانځنه کوی؟

  15. کمږنستان = ملحدین او مرتد ول؛ اوس منافق دی او د اسلام او اسلام غوښتونکو پښی پریکوی؛ د پردیو په خدمت کی مزدوران وو او لاهم دی. پرون د روسیی وفادار وو او اوس هرڅوک چه ریشقه باندی و لوروی. هغه چه همیشه باندی ولاړ دی هغه د افغانانو مرګ او بدبختی ده. دا ده اوس د دوی له مرداری خولی نه د نفاق او ورانکاری رمباړی ووزی ترڅو د دوحی مذاکرات ناکام کړی.

  16. دا دوګما کمونیستان غلامان ملی خائينین دی او دی خائينینو د افغانستان تباهی تهداب ایښۍ دی او نجیب اودده خائينی غلامی ډلګۍ افغانستان د شوروی یرغل زمینه برابره لکه د اسلام مبارک دین سوداګرو غلامانو امریکا ته !!!!

    د غلامانو تر مینځ داد فریبی صلحی یوازی ډرامه ده ، په اخیر کښی به هغه څه کیدونکی وی کوم چی امریکا ئي پلان کښي لری او د خپل مردود او خائين پلان لپاره هغی غلامی ډلی ته به چانس ورکړی د کومی څخه چی د خپلو شومو اهدافو لپاره زیاتره او ښه تره استفاده کولای شی ، امریکا ته کاملآ څرګنده دی چی خلیلیان ، محقیقیان او دانشیان د اخوندی ایران اصلی وفاداره غلامان دی او شورای نظار چالاکه او د چرګی لکۍ په شان هری خواته اوړی او د څو ممالکو غلامی حلقی هم لری او ګلبدینیان او سیافیان د پاکستان او امریکا لږ څه وفاداره غلامی څیری دی او ممکن دوی د طالبانو سره یو ځای کړۍ شی ، اشرف غنی لاپوک او دروغ ګویه غلام دی د هغه وخت په پوره کیدو کښی دی او د امریکا لپاره په درد راتلوونکۍ غلام مداری کرزۍ ( کرزای ایرانی لهجه د ایران ډالرو کڅوړو له برکته) ته به بیا د غلامی رول لوبولو زمینه برابره کړۍ شی نو دا واضح باید وویل شی چی افغانان باید د غفلت او بی پروائي لا خوبه راویښ شی او د افغان غیرتی ملت او د افغانستان استقلال او خاوری تمامیت له خاطره د ملت سره عملآ ځانونه ښکاره کړی او وروسته به ډیر ناوخته او بیا به همدا بی سواده غیرتی ملت د رنګا رنګو مشکلاتو سره سره ملی قربانی ته ټټرونه ونیسی او وروسته به دا مفت خواره منورین په بل شکل سره د ملت وینی او قربانی تر پښو لاندی کولو ته رامنډی کړی او دا تر څو پوری ؟؟؟؟؟؟؟

  17. لکه څنګه چه ګورباچوف خپل غلامان خلقیان پرچمیان یوازی پریښودل،همداسی پاکستان هم خپل غلامان لکه ګلو،سیفو،ربانی ،له خدمت کولو څخه وشړل،او نوی غلامان طالیب یی خپل خدمت ته ونیول،
    او فعلا امریکا خپل غلامان به داسی یوازی پریږدی لکه روسانو چه کمونیستان یوازی پریښودل،
    تاریخ څخه افغان سیاسیون باید زده کړه وکړی ،
    سوله یوازنی لاره ده،
    په سوله کی هم د امریکا غلامانو ژوند دی او هم د پاکستان غلامانو،
    خو دعا پکار دی چه امریکا پاکستان جوړجاړی وشی،تر څو خپل غلامان سوله ته وهڅوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب