Homeخبرونهولسمشر غني له عمران خان سره د سولې په تړاو ټلیفوني خبرې...

ولسمشر غني له عمران خان سره د سولې په تړاو ټلیفوني خبرې کړي

تاند (جمعه د میزان ۴) ولسمشرغني د پاکستان له لومړي وزیرعمران خان سره د سولې په تړاو ټلیفوني خبرې وکړې.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  چې ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند ټينګښت په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي غني له عمران خان سره په خبرو کې په افغانستان کې د اوربند په ټینګښت ټینګار کړی او عمران خان ته یې کابل ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده.

عمران خان هم د سفر بلنه منلې او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر وکړي او په افغانستان کې یې د اوربند د ټینګېدو بشپړ ملاتړ کړی دی.

دا خبرې په داسې مهال شوي چې په دوحه کې اوس هم بین الافغاني مذاکرات دوام لري او حکومت د اوربند په کولو او د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني او عمران خان په داسې مهال دا ټلیفوني خبرې کړي چې ټاکل شوې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د راتلونکي دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړي او هلته له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...