Homeخبرونهد سارک سازمان غړو هېوادونو له بین الافغاني مذاکراتو هرکلی کړی

د سارک سازمان غړو هېوادونو له بین الافغاني مذاکراتو هرکلی کړی

تاند (جمعه د میزان ۴) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې سربېره د سارک سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره غېر رسمي آنلاین ناسته کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې د سارک سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د روانو بین الافغاني خبرو هرکلی کړی دی.

دغه راز په دې ویډیوي ناسته کې د سولې پروسې د بريا لپاره د سیمه ییزې اجماع پر اهمیت هم ټینګار شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې حنیف اتمر او د یاد سازمان د غړو هېوادونو وزیرانو په کورونا وبا، د سوداګرۍ برخه کې پر اسانتیاوو او په ځيني نورو موضوعاتو هم خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې ښاغلي اتمر د سیمې له هېوادونو غوښتي څو طالبان بشري اوربند ته وهڅوي او په دې برخه کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، بشري اوربند سره به اړوندې دولتي ادارې وکولی شي چې اغیزمن شویو ټولنو ته روغتیايي خدمات ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...