سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد قطر خبرې د ناکامېدو په درشل کې دي

د قطر خبرې د ناکامېدو په درشل کې دي

تاند (جمعه، د سنبلې ۴) په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د تماس ډلې لا هم د طرزالعمل پر سر اختلاف لري او کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

د دوو خواوو سرچینې وايي، ممکن ژر دا خبرې بې نتیجې پای ته ورسېږي.

یوې سرچینې، چې په قطر کې د روانو خبرو په اړه معلومات لري او د دواړو خواوو له غړیو سره ویني، تاند ته وویل«ډېر احتمال شته چې ژر خبرې یومخ ناکامې پای ته ورسېږي او پلاوي د خبرو له ځایه ووځي.»

خو د دواړو خواوو د پلاوو غړي له رسنیو سره په رسمي خبرو کې لا هم وايي چې هیله لري ژر یوې موافقې ته ورسېږي.

دوی دا خبره هم نه تاییدوي چې ګنې خبرې یې د ناکامېدو په درشل کې دي.

د دولت د مرکچي پلاوي غړي وايي، طالبان اصرار کوي چې د خبرو په طرزالعمل کې دې ولیکل شي چې د امریکا او طالبانو موافقه به د خبرو اساس وي، حکومتي پلاوي د دې وړاندیز مخالفت وکړ خو په پای کې یې وویل چې د لویې جرګې د پرېکړو او د امریکا او طالبانو د موافقې په رڼا کې به خبرې کوي خو طالبانو دا وړاندیز رد کړ.

د اختلاف بل مورد دا دی چې که په کومه مسله کې له ستونزې سره مخامخ کېږي نو باید کومې فقې ته مراجعه وشي. دولتي پلاوی وايي، د اسلام هغه اساسات چې ټولې فقې پرې سلا دي او دغه راز نړیوال کنوانسینونه باید په پام کې ونیول شي خو طالبان وايي چې یوازې دې حنفي فقه په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې اصلي او لانجمنې خبرې لا نه دي بیل شوي.

د دواړو خواوو د تماس د ډلو خبرې دوې اوونۍ پخوا پیل شوې او تمه کېده چې طرز العمل او اجنډا به په یوه ورځ کې بشپړه شي.

4 COMMENTS

  1. د انسانانو او وخشی ځناورو تر منځ سوله ناممکن دی
    بیا داسی ځناور چه دپنجاب تر امر لاندی وی۰
    خدای دی د مظلوم ولس ملګری شی مننه

  2. ده مذاکره يى اصل داده چه يو بل ته په اختلافى موضوع کى قناعت ورکړل شى، او که جانب مقابل قناعت نه کوى نو دريمګړى دى په کشى دواړو خواته قناعت ورکړى، دا له منطق لرى دى چه يو طرف دى په خپله خبره ټينګ ولاړ وى، معنى نه غواړى چه په خبروکى پرمختګ وشى،

  3. اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ که چیرې دیمو کرا تیکو اصولو له مخی هر څه په اکثریت سیستم دی نو په همدې اساس باید د رایه ګرۍ له مخې باید پریکړه وشی نو په افغانستان کې اکثریت حنفی مذهب پلویان دی نو په همدی بنا باید حنفی فقه باید اساس شی
    او ددې تر څنګ باید طالبان باید د خپل دریز څخه لږ انعطاف پزیری و کړی ځکه چې د مذاکراتو صول دادی نو باید چې د شرطونو په اساس اجنډا ونه ټاکل شی باید د ټولو خواوو ته باید پام لرنه وشی او د لوی جرګې او طالبانو او امریکا ترمنځ موافقی په رڼاکې باید مذاکراتو ته اجنډا جوړه شی

  4. زماپه نظرحنیفی فقه بایدتطبیق شی حکه هزاره گان دواری فقی نه منی هغه فقط اسویت اوپیسی منی په ایران کی ۲۵میلیونه سنیان دی خویوجومات هم نه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب