یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېشمسیه د بریا یو هسک څلی| پوهندوی آصف بهاند

شمسیه د بریا یو هسک څلی| پوهندوی آصف بهاند

د یوه بېوزلي کاله پېغله چې ځینې یې «ناقص العقله؟» گڼې؛ وتوانېده چې د یولک و درې اویازره گډون کونکو په منځ کې تر ټولو لوړه نومره ترلاسه کړي او د خپلې بېوزلې کورنۍ، د افغانستان د مظلومو ښځو او پېغلو او د ټول هېواد له پاره د بریا د یو هسک څلي په ټوگه داسې وځلېـږي لکه د نړۍ ترټولو قیمتي الماس.

دا تریخ حقیقت اوس ټوله نړۍ مني چې جگړې زموږ د ټولنې او هیواد د ټولو برخو بنسټونه راویجاړ کړي، په تیره ښوونه او روزنه او د نوي نسل د روزلو لړۍ، چې پایله یې زموږ د هیواد د څلورو نسلونو له تعلیمه سره مرورېدل، بې سواده یا کم سواده پاتې کیدل دي؛ خو له دې ټولو نا خوالو سره، سره زموږ نوی نسل زدکړو ته لیوال و او دی، هر کله او هر چیرې چې ډیر لږ امکانات هم ورته برابر شوي دي، له هغو نه په استفادې سره یې، پر ځان هر رنگ زحمتونه گاللي دي او د نوي عصر نویو زدکړو ته یې د خپل ټـټر او ذهن کتاب پرانستی دی او زدکړې یې کړې دي؛ چې یوه غوره بېلگه یې زموږ د وطن همدا شمسیه نومې پېغله ده چې د خوارۍ او غریبۍ له تیارو خونو څخه یې وکولای شول چې داسې سر او غاړه راهسکه کړي چې د بریاوو څلي شي، د وطن د نورو پېغلو او ځوانانو له پاره د یو درس بڼه غوره کړي او دا وښيي دا هم کېدونکې ده چې په زحمت سره سړی کولای شي د بریاوو لوړو څوکو ته ځان ورسوي.

ما څو ځلې په ټینگار سره ویلي دي:«

ــ د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!

ــ دا ښه په یاد ولرئ: تر څو نوی نسل په نوې او مدرنه بڼه په سمه توگه و نه روزل شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل له روزلو پرته به تل له ستونزو او بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ!

ــ د نــوي نسل د روزلو له پاره هــر پل چې اوچــتـیـږي، زه یـې داسې انگیرم چې د نـوي ژوند د کلا پر دیواله یوه نــوې او زریـنه خښته ایښودل کیږي.

ــ که په یوه ټولنه کې زدکړي لږ او د گوتو په شمېر وي یا هیڅ نه وي، هغه ټولنه او هغه خلک هره ورځ لا هر ساعت له لسگونو ستونزو سره په عملي ډول لاس گریوان وي.

ــ په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې: چیرې چې ښونکی وي، هلته ډیوې وي، هلته رڼا وي او چیرې چې ښونکی نه وي، هلته نه ډیوې وي او نه د رڼا څرک.

ــ زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ!»

د همدې خبرو په رڼا کې ویلای شو چې شمسیه د همدې زیارونو په گاللو سره وتوانېده چې ځان له تورو تیارو څخه راوباسي او د رڼا پر لوري داسې حرکت وکړي چې دا نسل او لا نور نسلونه په ځان پسې ور وکاږي چې د دې د زحمتونو پر لار پل کېـږدي او خپلو موخو ته د رسېدو له پاره د دې له تجاربو نه استفاده وکړي

د فرهنگیانو هغې ډلې چې له ډېرې مودې راپه دې خوا د تعلیم د عامېدو او د نوي نسل د سمې او علمي روزنې پلوي و او ویل به يې چې په مثبت لوري د خلکو د ژوند د هر اړخیز بدلون له پاره  یوازینۍ لار تعلیم دی، د همدې دلیل له مخې باید په تعلیم او زدکړه باندې ډیر ټینګار وشي، که ډیر په ابتدايي بڼه هم وي څو د تعلیم د نهضت کارکونکي او لارویان نور هم تشویق او وپالل شي.

د همدغو مبارزو یو ثمر د سږني کانکور ټول بریالي ځوانان دي او سرلښکر یې شمسیه ده چې اوس یې په خپلې بریا سره د ټول هېواد او لا نړۍ میډیا وخوځوله او دا یې وښوده چې افغان ځوان نسل بریا په جگړې، وژنو، وینو تویولو او له خلکو نه په ژوند اخیستلو کې نه؛ بلکې په زدکړه او تعلیم کې ده.

د سږني (۱۳۹۹) کال د کانکور د پیل له پاره ما  یوه مقاله ولیکله او د دوه زره شلم کال د جولای پر شلمه مې خپره کړه. د هغې مقالې په یوه برخه کې راغلي دي:

«په زدکړو پسې د ځوانانو  دا حرکت او خوځون، دا ثابتوي چې دوی نور نه غواړي چې د نیابتي جگړې سرتېري اوسي او د هغه څه او هغه چا له پاره خپلې وینې تويې کړي چې نه شتون لري او نه یې دوی ته گټه رسېـږي؛ دوی غواړي چې د پوهې په ترلاسه کولو سره خپل وطن، کور کلی خپله ورغوي، ټولنې او خلکو ته نیکمرغي ور په برخه کړي، چې نور د خیرات لاس اوږد نه کړي.

زموږ اوسني نسل د رڼا او تیارې استازي پېژندلي دي او د  رڼا مشعل (زدکړو) د ترلاسه کولو تکل یې کړی دی. زه ډاډه یم چې د وطن نوی نسل به په خپل دې تکل او مزل کې بریالي وي، ځکه چې دوی پر حقه لار روان دي.

د پوهې زدکړه د هر چا حق دی، په تېره د ځوانانو، هر څوک باید د دوی له دې انساني پروگرام سره تر خپلې وسې پورې مرسته وکړي او که څه مرسته نه شي کولای، باید خنډونه ورته رامنځته نه کړي.

زه چې سږ د کانکور په ازموینه کې د ځوانانو دې شوق او هېلو ته گورم، د پوهې د ډېوو د لاډېرېدو او د وطن د ابادۍ هېلې راته پیدا کېـږي. د ځوانانو د شوق او هیلو تر څنگ د گڼو روڼ انډو افغانانو نظریات، هيلې او خوښۍ مې نور هم په زړه کې د نوي نسل د روزلو هیلې پیاوړې کوي.»

د یادې ازموینې په ځینو عکسونو کې لېدل کېږي چې د آزموینو گډون کونکي پر خاورو او ازغیو ناست دي او د ازموینو په پاڼو کې د خپلې بریا او د لوړو زدکړو دایرې ته د ور ننوتو هڅه کوي؛ د دې کانکور د بریالیو ځوانانو کامیابي د همغو زحمتونو د زغملو پایله وگڼئ.

ما ډېر ځلې د ځوانانو د هڅونې او تشویق په پار لیکلي دي او په وار ـ وار سره مې پر دې خبره ټينگار کړی دی چې:

«زه ټوپکوال، وژونکی او قاتل قهرمان نه گڼم، زما له پاره قهرمان هغه څوک دی چې د خرافاتو پر ځای د علم پلوي او لاروی وي، د سواد زدکړې ـ ښوونځي او پوهنځي پلوی وي، د پوهې د تر لاسه کولو او نوي نسل په روزلو کې عملي کار وکړي، زما قهرمانان هغه څوک دي چې د راکټونو په ځای کتابونه ویشي، ښونځي پرانیزي، په نوې بڼه د نوي نسل د روزلو په فکر کې وي او عملي کار ورته کوي.»

په سږني کانکور کې د شمسیې بریا چې د یولک و درې اویازره پیغلو او زلمیانو په ډله کې د لومړي مقام تر لاسه کول و او د برېښنا په څېر په چټک ډول د تولې نړۍ په تېره د افغانانو عکس العمل او تشویقي پیامونه، شعرونه، ستاینې او… دا ښيي چې ټول خلک په تېره نوی نسل له زدکړو او پرمختگ سره څومره او څه ډول  مینه لري. دلته به د شمسیې د بریا په خاطر د ځینو هېوادوالو نظرونه او پیامونه را واخلم:

لویو خبرې آژانسونو او ویبپاڼو د شمسیې د بریا خبر خپور کړ. دا یې یو څو بېلگې دي:

بي بي سي پښتو،

بي بي سي فارسي،

په تاند ویبپاڼه کې.

دغه راز د ټولنیزې میډیا گڼو کارنو او روڼ اندو خپل نئرون او پیامونه په خورا وطني مینې سره د بریالۍ شمسیې د بریا په پار څرگند کړي دي چې دلته به یې څو بېلگې راواخلم:

د ټولنیزې میډیا دا کارن داسې پرې ویاړي، لکه خپله لور یې چې وي:

«د وطن نازنيني لور کۍ!

ته د افغانستان وياړ يې، ته د افغانستان پانګه يې، ته د دې وطن د مفاخرو شمله يې، ته اوس د دې خاوري د څلويښتو مليونو انسانانو د زحمت کشۍ، زيارکښۍ او روښانه ايندي په ليري افقونو کې له وړانګو ډکه ډيوه ګۍ يې.

دا خبره غلطه ده چې د دې خاوري وياړلي برجونه او د ترخو ماتو سنګرونه انفرادي او قبيلوي دي، نن ته وياړ يې، څومره چې ته د ملي رڼا د ډيوه ګۍ وړانګه يې هغومره مزاري د جنګي وياړ څيره نه لري. موږ له اختلافي مرګ زيږونکو پديدو څخه مخ اړوو او د نوي ژوند د شمعو زرينو پلوشو ته د انسان د ازادۍ او نيکمرغۍ سندره زمزمه کوو.

د دره صوف د ډبرو د سکرو دغريب مزدور لور دي، د افغانستان د مستقبل پر منبر سرفرازه وي!»

یو قلموال بیا خپل نظر داسې څرگندوي:

«شمسیې بي بي ته دې په کانکور کې د لوړې نومرې ګټلو بریا مبارک شي!

په سږني کانکور کې لسو لوړو نومرو ګټونکیو او ټولو بریالیو ته هم مبارکي وایم!

شمسیه بي بي، که د تحجر او شاتګپالنې خونړیو داړو او منګولو پرېښوه، ډاکتره به شي، زه او زما همزولي به بوډاګان یو، درملنه به مو وکړي، د یوه ماشوم پر ټپ به پټۍ کېږدي، یوه مېرمن به له مرګه وژغوري…

شمسیه بي بي روانه ده، چې د دې وطن (انسان) ته ښېګڼه ورسوي او زموږ هغه نیمګړی پېژاند، نومهالی تاریخ او نړیوال ویاړ رابشپړ کړي، چې د جګړې په خونړۍ توره غوڅ شوی دی.

شمسیه بي بي تر ډېرو دروغجنو ویاړونو هسکه ځلیږي او تر ډېرو خونړیو اتلانو پورته د ویاړ وړ ده.

که چا درنه د اوسمهالې زمانې کوم افغان قهرمان پوښتنه کوله، نو شمسیه او د دې په شان نور ځلنده افغانان وروپېژنیء، باور لرم پرې وبه نه شرمېږﺉ.»

د عجیبو ترکیبونو شاعر ښاغلي عزت الله ځواب خپل احساسات د شعر په ژبه داسې کړي دي:

چې شـنـه شـولـه خـنـدا کې تـکـه سپينه شوه جلۍ

وږمــې يــې شولــې ټــولــه لـونـګـيـنه شوه جلۍ!

لـه وړکـو نـه خو ډېـره مخکې خپل هدف ته لاړه

لـه جـونـو نـه هـم مـيـره شوه نـيـازبـينه شوه جلۍ

ډاکـټـره شوه د خـپـل خـواږه وطـن د رنـځورانو!

طـالـبــه نـــه کــافــره نـــه بــې ديـنـه شـوه جلۍ؟

ماښام يې د کارګر پلار د لاسو تڼاکې ښکل کړې

پـه سره ټـيکـري کې نوره هـم رنګـينه شوه جلۍ

مـعـلـومه ده نـړۍ کې يې سيالي نـه پـيـدا کېږي!

ځــوابـه چې افـغـانـه شوه، سـنـګـيـنـه شوه جلۍ!

امید اڅک بیا داسې ویلي دي لکه خپله خور یې چې بریالۍ شوې وي:

«څنګه چل دی؟

د شمسيه خورکۍ کورنۍ نن

ويډيو په ليدلو سره به دې هغه کاذب غرور د شرمنده ګۍ احساس وکړي؟ د شمسيه خورکۍ قدرمن پلار او کورنۍ يې درته نن غيرتيان ښکاري که بيغيرته؟

په خپلو بينا سترګو دې وليدل چې نن ورته ټول ولس څومره درناوی وکړ؟ ودې ليدل چې نن ټول هيواد، ټولو ورونه قومونه او ټول ملت پرې وياړي؟

له دې ثابتيږي چې په درس ويلو او زده کړو ته زموږ د خويندو په تګ شرم نه؛ بلکې وياړ دی.

شرم د هغه چا لپاره په کار دی چې په ټول کلي کې يې يوه ښځينه ډاکټره نه وي او دی بيا هم خپلې لورګانې او د کور ښځينه ښوونځي او زده کړو ته نه پريږي.

راځئ چې نور له کاذب او پريوتي تش په نامه غرور څخه لاس واخلو او په دغسې سالم رقابت کې د خپلو نورو هيوادوالو سره د سيالۍ ميدان ته ودانګو.

بله لاره نشته…»

د سپوږمۍ رادیو له آدرسه ښاغلي احسان زهیر دا معلومات خپور کړی دی:

«شمسیه څنګه د کانکور عمومي اول نمره شوه:

د ۱۳۹۹ لمریز کال د کانکور عمومي اول نمره شمسیه د محمد نسیم لور په کابل کې زېږېدلې ده. نوموړې د یوې متوسطې کورنۍ غړې ده او په خبره یې یوازې یو ځل یې د کانکور امادګي کورس ویلی دی. شمسیه وایي، پلار یې په سمنګان کې کان کېندونکی دی. نوموړې زیاتوي، پلار یې ځان سختو کارونو ته ورکړی دی څو د دې ټولې غوښتنې پوره او په ارام ذهن خپلې زده کړې وکړي. نوموړې وایي، د بریا راز یې د کورنۍ ځانګړې توګه د مور ملاتړ او له زده کړو سره د دې شخصي علاقه ده. شمسیه چې د دولت له لوري ورته په بهر کې د زده کړو وړاندیز هم شوی دی وایي، هیله یې وه چې ښه ډاکتره شي او هېوادوالو ته خدمت وکړي. نوموړې څرګنده کړې، بهر کې له زده کړو وروسته به بېرته خپل هېواد ته راځي څو د دې ځورېدلي او کړېدلي ملت د درد دوا شي. شمسیې د ۱۳۹۹ کال په کانکور ازموینو کې د ۳۵۳.۱۸۵ نمرو په اخیستو سره لومړی مقام خپل کړی او د کابل طبي پوهنتون معالجوي طب ته بریالۍ شوې ده.»

“سپوږمۍ راډيو”

دا ټول ښيي چې عام خلک په تېره نوی نسل په خپلو منځو کې او خپلو زړونو کې هېڅ ډول کرکه نه  ساتي او لکه صمیمي ټولگیوال او همکاران او نږدې خپلوان څومره یو دبل په بریا باندې خوښېږي او یو بل ته مبارکیانې ورکوي چې همدا شمسیه یې ډېره  غوره او ښه مثال دی.

د بریالۍ شمسیې په نامه ځینو سیاسي او ټوپکي اشخاصو هم د مبارکۍ پیامونه خپاره کړي دي. په دې پیامونو کې له ورایه ښکاري چې دوي غواړي ټولنې ته وښيي چې دوی په هر څه کې فعاله او مطرح اشخاص دي او د زدکړو پلویان دي؛ خو دوی ته باید وویل شي چې تاسو د زدکړو پلویانو او بریالیو ځوانانو ته تبرکیانې مه لېـږئ، تاسو د پوپک شپېلۍ غلې کړئ، وینې تویول ودروئ، خلک ارام ژوند او زدکړو ته پرېږدئ. تاسو که د زدکړو پلویان وای او د زدکړو په ارزښت پوهېدلای، په خپلو اولادونو به مو زدکړې کړې وای چې وطن او خلکو ته یې د خدمت او درناوي فکر په سر کې پیدا شوای وای، ستاسو اولادونه اوس په داسې حالت کې دي چې عادي خبرې نه شي کولای.

شمسیې د بي بي سي له سیما سلطاني سره په یوه مرکه کې په روانه پښتو ژبه خبرې کولې او دا یې وښوده چې دې له خپل وطن او وطنوالو سره د مینې او لا تفاهم په خاطر پښتو هم زدکړې ده او که دا خپلې زدکړې بشپـړې کړي، نو کولای شي د افغانستان د ټولو خلکو په ژبو پوه شي او ټولو خلکو ته د وطن په هر گوټ کې د خدمت جوگه شي. خو په بله څنډه کې د ټوپکوالو او جنگ پلوه افرادو اولادونه چې په ناز و نعمت او د لوړو او ښو امکاناتو په دایره کې رالوی شوي دي او د هر راز زدکړو امکانات ورته چمتو وو، عادي خبرې نه شي کولای. دا لاندې متن یې د خبرو لیکلې بڼه ده:

«که ده اینجه جناب از اینجه از امیالی بگوییم از طریق رسانه یک چیزه که بگوییم اِی خط سرخ ماس شما یگان گروه، طالبا، دوستا اِی ما بگوییم که دوستای ما بگویه اِی خط سرخ ماس از طریق تلویزیون بگوییم ازی خاطر خوبتر است که ده اینجه که جم میشیم که بانیم که اول که کل دوستا ده اینجه شیشته شیسته که خطای سرخشانه روبروی بگوین او وخت ما تصمیم خوبتر گرفتگی استیم از طریق رسانه بگوییم ممکن که مزه نکنه که ده اِی خوب استه که ده ای شیشته و مذاکره بین البین اِی گپا گفته شوه»

د پوهنتونونو د هرکال د آزموینو پایلې دا ښيي هغه خلک چې له زدکړو سره مینه لري، په کوم لوري روان دي او هغه خلک چې هر څه په موهوماتو پورې تړي، په کوم لوري روان دي. د زدکړو او تعلیم راتلونکې څه ډول ده او د نه تعلیم پایله به څه وي. دا چې د تعلیم د نه کولو دلایل یې څه دې د ښاغلي نعمان دوست دا  لنډ نظر به را واخلم چې له عیني واقعیتونو سره ښه اړخ لگوي:

«نن سبا ځینو مقرریوو سره تضادونه ښودل کیـږي، که تضاد د یو چا د وړتیا او د هغه/ هغې، د کاري بګراونډ له مخې وي، نو دا د یوه ولس بیداري ښيي. او که نور ملحوظات ولري نو خبره د اندیښنې وړ ده.

په هر صورت؛ له دې یو بل خطرناک ناورین را روان دی (هیله ده زما دا وړاندوینه غلطه ثابته شي) او هغه دا دی چې:

په ګڼو سیمو او که روښانه ووایم د یو خاص قام په سیمو کې په شدت جګړه روانه ده. دا جګړه د ځینو لپاره اعتیاد دی، د ځینو لپاره معنویات دي، د ځینو لپاره د درامد ذریعه ده او…

دلیل که هر څه وي، اصلي خبره دا ده چې کلونه وروسته به دا سیمې له لوستي قشره محرومې شي، لوړو او تخصصي زده کړو ته به لاسرسی پیدا نکړي، نتیجه به دا شي چې اینده کې به د بل قام، بل مذهب، بلې ژبې، بلې جغرافیې اوسیدونکي پرې حکومت کوي او دا د دوی حق دی. ځکه زده کړې به یې کړي وي، وړتیا به یې لري؛ خو ځايي خلک به نیوکې کوي دې ته به قامي او مذهبي رنګ ورکوي او مخالفتونه به کوي.

و خلکو!

هغه وخت به دا مخالفتونه هیڅ نتیجه ورنکړي. که روښانه راتلونکې غواړئ د هغه څه پر ضد مبارزه وکړئ چې تاسو له زده کړو محروموي.»

د شمسیې بریا او د ټولو خلکو په تېره د ځوانانو او نوي نسل غبرگونونه له ځانه سره دا زیری لري چې همدا نوی نسل کولای شي چې د ټوپکي مشرانو له خوا د عامو خلکو په منځ کې د قوم، ژبې او… په نامه د نفاق د شیندلي او کرلي تخم بیخ او زړي بېرته راوباسي او دې بوټی ته د پوهې له مخې او د زدکړو په دایره کې اور ورواچوي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    زه هم پخپل وار سره د استاد آصف بهاند او نورو تشویق کوونکو ډ سږکال د کانکور اولنمرې (شمسیه بي بي) په توافق سره ، هغې او کورنۍ ته ېې لا بریاوې غواړم.
    خو په پورته مقاله کښې د ورور نعمان دوست اندیښنې هم پر ځای ګڼم
    بل په دې ورځو کې چې دوحه کې د صلحې خبرې پیل او له بده مرغه د جعفري فقې جنجال پکې رامخته کیژي .. په عین زمان کې د دوهم معاون ضد او نقیض اظهارات ؛ په پای کې د شمسیه جانې په کامیابۍ پوښول بې پلانه نه دي !!!. آ بل کال یوازې له دایکندي څخه ۳۰۰ ټاپ کانکورزده ګان هم ټول نابغه ګان ول؟؟ .
    هیڅ افغان چې ځانته افغان وايي ، د دې لعنتي جنګ نه په امان نه دی پاتې ؛ صرف د لوړې طبقې چارواکي که یو وخت ېې د یو بل غوږونه پریکول اوس سره په غیژ کې نیسي.!!!
    بیا هم همهاغه د یو کابلي جوالي خبره رایادیژي :” هزاره اوغو بیراره!!
    منافیک شورای ن…ره!’،

  2. کاشکي زمونږ درانه لیکوالان د پښتنو د حقونو، یووالي، د ظلم څخه د خلاصون، ژبې، پوهې او نورو ارزښتونو لپاره هم دومره اوږده اوږده مضمونونه ولیکي چې د دې آغلې لپاره یې لیکلي دي. پښتنو ته په پېغورونو څه نه ترلاسه کېږي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب