یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېنوی نسل، نوې هېلې د پوهنتوني زدکړو لپاره سږنی کانکور

نوی نسل، نوې هېلې د پوهنتوني زدکړو لپاره سږنی کانکور

پوهندوی آصف بهاند

تر څلوېښت کلنې جگړې، اورونو ، وژنو، رنگارنگ تېرېو، د باروتو بویونو او له گڼو ستونزو سره ـ سره؛ په خلکو کې د نوي نسل د روزلو زړی او امید لا ژوندی دی او هره ورځ نوې غوټۍ سپـړي. دا دی سږکال (۱۳۹۹) د پوهنتون له پاره د كانکور ازموینې پیل او په دې ازموینه کې د ځوانانو (نجونې او هلكان) په گڼشیر سره گډون؛ دا ښيي چې دا ولس او دا خلک او دا نوی نسل په ریښتیا سره تر جگړې، وراني  وژلو او سوځوونو او…؛ د پوهې، زدکړو، نوی ژوند او نوې لار او ابادۍ پلویان دي. 

په زدکړو پسې د ځوانانو  دا حرکت او خوځون، دا ثابتوي چې دوی نور نه غواړي چې د نیابتي جگړې سرتېري اوسي او د هغه څه او هغه چا له پاره خپلې وینې تويې کړي چې نه شتون لري او نه یې دوی ته گټه رسېـږي؛ دوی غواړي چې د پوهې په ترلاسه کولو سره خپل وطن، کور کلی خپله ورغوي، ټولنې او خلکو ته نیکمرغي ور په برخه کړي، چې نور د خیرات لاس اوږد نه کړي. 

زموږ اوسني نسل د رڼا او تیارې استازي پېژندلي دي او د  رڼا مشعل (زدکړو) د ترلاسه کولو تکل یې کړی دی. زه ډاډه یم چې د وطن نوی نسل په خپل دې تکل او مزل کې بریالي وي، ځکه چې دوی پر حقه لار روان دي. 

د پوهې زدکړه د هر چا حق دی، په تېره د ځوانانو، هر څوک باید د دوی له دې انساني پروگرام سره تر خپلې وسې پورې مرسته وکړي او که څه مرسته نه شي کولای، باید خنډونه ورته رامنځته نه کړي.

زه چې سږ د کانکور په ازموینه کې د ځوانانو دې شوق او هېلو ته گورم، د پوهې د ډېوو د لاډېرېدو او د وطن د ابادۍ هېلې را ته پیدا کېـږي. د ځوانانو د شوق او هیلو تر څنگ د گڼو روڼ انډو افغانانو نظریات، هيلې او خوښۍ مې نور هم په زړه کې د نوي نسل د روزلو هیلې پیاوړې کوي.

دلته به د سږني کانکور د پیل کېدو په مناسبت د ځینو روڼ اندو د خوښۍ څو بېلگې، چې په ټولنیزه میډیا کې یې سر اوچت کړی دی، د نویو هیلو او له علم سره د خلکو د مینې د کچې د څومره والي ښيي، د ځوانانو او نوي نسل د لا تشویق په خاطر راوخلم:

د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب داسې لیکلي دي:

«په فیسبوک کې د ځوانانو او پيغلو د کانکور ازموینې انځورونه وینم، سم ورسره غټېـږم.

دا سمه ده چې په لوکسو چوکیو او مفشنو کوټو کې به نه وي ناست، په سپيرو دښتو کې د دغو ځوانانو او پيغلو ناسته د وطن د ابادۍ تضمین دی.

دا د وطن د ابادۍ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ دی.

دا د یو نوي او پرمختللي راتلونکي زېری دی.»

یو نظر داسې هم دی:

«دا هزاره خویندی ورونه دی چی دپوهنتون دپاره کانکور ورکوی. د خوشحالئ خبره ده. خو دهغوی پر حال افسوس دی چی ،دجنگ په پلمه سهمیه غواری.

دهیواد راتلونکی دقلم د خاوندانو دی، نه د وسله والو.»

ښاغلي Ehsanullah Zaheer Stanikzai بیا خپل نظر داسې څرگند کړی دی:

«دا ميدان وردګ دى!

ګڼو پېغلو او ځوانانو لوړو زده کړو ته د لار موندنې په موخه په کانکور آزموينه کې ګډون وکړ.

علم به مو له سيالانو سره سيال کړي.»

د فیسبوک یو بل کارن Ismail Ahmadzai بیا داسې لیکلي دي:

«لوګر کې د ۳۴۰ نجونو په ګډون له ۳۴۶۵ د دولسم ټولګیو فارغینو څخه د کانکور آزموینه واخيستل شوه.»

ته وگوره چې خلک څنگه د نوي نسل روزلو او پرمختگ ته سترگې پر لاره او خوشاله دي، د همدې خوشالتیا په لړ کې ښاغلی جان اغا بهار (Janagha Bahar) بیا د موضوع دواړو اړخونو باندې رڼا اچولې ده. 

دا یې لیکلی متن دی:

نن څو ولایاتو کې د کانکور ازموینې واخېستل شوې او نورو کې دوام مومي؛ عکسونه چې د پیغلو او ځوانانو ګورم چې ازموینې ورکوي، زړه مې خوشاله شي. وایم چې خلک مو باسواد شي، نو شعوري به شي. د جګړې پر وړاندې به کرکه ولري، له دې بدتر حالت به ووځو؛ خو عیني وخت کې چې د وطني لوستو ځوانانو سره کوم ظلم په اداراتو کې د ګمارنو او تقرر برخه کې کیږي، زړه مې وایي چې دوی د زده کړو پر ځای نورو کسبونو، مهارتونو او مسلکونو ته مخه کړی وای، حداقل یوه مړۍ ډوډۍ به یې پرې موندله. نه به ځورېده. د هر دله ــ دووس پښو ته به د دندو لپاره نه ورټېتېده، نه به یې هم تملق کاوه. مجبوره به نه ول، اداراتو کې به خوار ــ زار نه ګرځېدل. د خپلو تحصیلي اسنادو سوځولو ته به نه مجبورېده. او وویریږم چې حاکمه ــ دوامداره ټولنیزه بې عدالتي به دوی عُقده من کړي او بالاخره به جګړو کې ننوځي. خو ځه مونږ به هرڅه په نیک شګون نیسو. خدای به وخت راولي.»

«تردې دمه ۱۷ ولایاتو کې د کانکور ازموینې ګډونوالو کې ۱۰۰۰۰ نجوني وې. زمونږ د وطن د اوږدې غمیزې یو علل د میندو بې سوادي ده. که میرمنې لوستي شي، فکر وکړئ؛ د ناخوالو لویه برخه ختمه ده.»

او په پای کې د حفیظ الله عمر خیل (Hafizullah Omarkhail) له لوري داسې هیله بښونکې ټکي:

«د وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره هېڅ بله لار شتون نه لري, په هر حالت کې باید زده کړه او علم حاصل کړو.

د مرمیو په باروتو سوې دښتو کې د ځوان نسل د بدلون دا انځورونه د افغانستان د راتلونکې لپاره هېله بښونکې دي.»

اوس نو ټول باید پر دې ټکي باندې فکر وکړي چې: 

ایا دا نسل غواړي د موهوماتو په خامو تارونو ځانونه وتړي او یا لکه د پخوا په څېر د نیابتي جگړې سرتېري شي؟

هېڅکله هم نه!

دوی د رڼا او تیارې په جگړه کې، د رڼا مشعل په لاس د نوي ژوند پر لوري د روان لښکر هغه سرتېري دي چې د سوو دښتو د تېرو او وچو ازغیو د پاسه ناست دي او د پوهې سیمې ته د ورننوتو فورمې ډکوي. 

د دې هڅاند نسل د خوځونې او تحریک تومنه د اوسني او څو تېرو نسلونو د روڼ اندو د کار، زیار او قربانۍ پایله گڼلای شو.

له پوهې او لوړو زدکړو سره د دې ځوانانو مینه د راتلونکو نسلونو له پاره، د لا هڅونې او خوځونې ټومنه کېدای شي.

زما خوشالي په دې کې ده چې دا ځوانان په تشو لاسونو، خو ډکو ککریو، له تیارې سره په جگړه لگیا دي. د دوی ښوونځي د تیارو د استازو له لوري څو، څو ځلې سوځول شوي او ښونکي یې د ثواب په پار وژل شوي دي؛ خو بیا هم دوی د اور او وژنو په هماغه چاپېریال کې دولسم ټولگی پایته ورساوه او پوهنتون ته د داخلېدو دایرې ته یې ځان ورساوه. اوس نو امید دی چې د یوې ښې راتلونکې په هیله، دوی د لوړو زدکړو چانس تر لاسه کړي او د ژوند د ښېرازۍ او د وطن د ابادۍ هیلې یې پوره شي.

د مینې کور یې زموږ

وطنه مور یې زموږ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب