یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد پښتون ژغورنې غورځنګ ته نوي ګواښونه شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ ته نوي ګواښونه شوي

تاند(دوشنبه،د سرطان ۳۰) په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ خلکو ته ګواښونه شوي دي.

د فدایان اسلام په نامه یوې ډلې چې په لومړي ځل یې نوم اورېدل کېږي په یو بیان کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته ګواښونه کړي او زیاته کړې یې ده چې دا خلک هڅه کوي په سیمه کې فحاشي خوره کړي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي، دوی به له ټولو هغو کسانو سره حساب کتاب کوي چې د اسلام له چوکاټه وتلي کارونه ترسره کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تن مشر علي وزیر بیا یادو ګواښونو ته غبرګون کې ویلي، هغوی چې د کرښې هغې غاړې ته د خلکو له کورونو خبر دي څنګه یې په لمن کې نامعلوم وسله وال فعالیت کوي او خلک په مرګ ګواښي.

هغه زیاته کړې، دا د پاکستاني ریاست کار دی او په خبره یې، دوی به هیڅکله د خپلو خلکو د حقونو تحقق لپاره له پیل کړې مبارزې په شا نه شي.

3 COMMENTS

  1. یو پخوانئ لیک بیا هم دلته لاندې خپروم او په واقعاتو پوه شئ، د پښتنو له مینځه وړل ډېر پخوانی پلان دی چه ببرک کارمل په اصل کې پنجابی په دې کې اوږد لاس درلود، د ټولو ټکو په لاندنی لیک کې زما مسءولیت دی: زه وینم چه هره ورځ نوي ستونځې جوړېګي.

    په نویم کال کې یو سویسي جنرال د شتاهل په نامه، ماته یې وویل چه “که پښتانه نه بنی آدمېږي له مینځه وړل کېږي”، ما سخت غبرګون وښود او ومې ویل چه هغه کسان چه دا خوب ویني، دا خوب به ګور ته ځان سره یوسي.. زه له کلونو راهیسې پوهېدلم چه په غربي اروپاي ممالکو کې لکه آلمان، فرانسه او خپله سویس کې پښتنو سره بد چلند کېږي، دا مې د ترجمه کولو په وخت هم له اتیاوم تر دوه زرهوم کالونه په وخت کې خصوصا په سویس کې ولیده او یو ځلي یو دفتر کې پولیس ته مې وویل چه نوره ترجمه نه کووم. پخوا هم یو بل سویسی ما ته یې یوه خبره یې ماته داسې کړې وه چه افغانستان د ده وطن دئ. دی بووخرر نومېږي او د افغانستان متخصص په نامه مشهور وو، چه زه شاهد یم چه دی او د سویس د خارجې وزارت ګندې معاون دواړه په یونوی یم کال کې د داکتر نجیب پر ضد وکیل ته چه د داکتر نجیب د خارجې وزیر او پرچمی وو او د کارمل د ترور زوی، د کودتا نظر مخې ته کړل ، زما په حضور یا موجودیت د وکیل په دفتر په کابل کې، ما کابل کې د سولې او روغتیا موسسه لرله چه د خپل د کغر له پیسو نه مې جوړه کړې وه او یونیسکو را ته په نظر درلود، چه لویې مرستې وکړي. بلې خواته د دغه بوخرر له خبرې نه داسې پوه شوم؛ دې له پاره چه د سویس خلک ځان ته هویت او ژبه یا پېژند نه لري او ګډوډ بې هویته خلک دي، غوښتل یې چه د پښتنو له مینځه وړلو سره د پښتونوالۍ ارزښتونه خپل کړي. دا کیسه یا قصه ډېره اوږده ده، همدې له پاره له پېړیو راهیسې پښتانه بې تعلیمه او بې مرستې وساتل شول، له پښتنو نه یې طالب و داعش او داسې نور د عربو په پیسو او مرسته د بن لادن له لارې چه د سویس او ځینې نورو اروپایي ممالکو او یو خاص امریکایي ګروپ سره، دغو طالبانو او نورو ته د تروریستي درسونه په پاکستان کې چه د انګریز بچی دئ ورکول کېده اوپر بې عقلو پښتو باندې د دین له لارې کار او مرسته وشوله چه اوله خپل هدف ته ورسېږي او پښتانه په ټوله نړۍ کې د تروریستانو په نامه بدنامه شي او د نړیوالې فیصلې سره سم، پښتانه یا په محبسونو او نورو مناطقو کې دې تیت او پرک شي. په دې باندې هم مردار صبغت الله نور ټول خبر وو او ګډ کار یې کوول. که د امریکې شریف کسان خبر نه وئ، زه ډېر پخوا وژل کیدل او دوی هم خپل هدف ته رسېدل. د نیویارک مسالې نه یو میشتې وروسته ما په یوه شپه څلیروشت صفحې واقعات ولیکل او په یوه شپه د خاصې پوستې له لارې مې امریکې ته خپلو دوستانو ته واستوو. دا ننۍ ګډوډي د نړۍ او افغانستان ځان ته ډېر سخت ، پټ او خطرناکه دلایل لري چه اوس ما ته داسې برېښي چه لاره ورکه ده.د اروپاییانو په چلونو اوس روسیه، امریکه او چین ډېر ښه پوه شوي دي. دا ټول داسې ساده مه ګورئ، هوښیار شئ او بیدار شئ. اروپایان او سویس اوس هم دوی غواړي چه ما له مینځه یوسي خو د هغو لویو ممالکو نظر لاندې یم او ډارر نه لرم. د مردار صبغت الله دووس له لارې زما پر ضد څلویښت کاله منفي پروپاګڼدونه روان دي. زمانه چې تایپي غلطي شوي دي، وبخشئ، نو واقعیت. په کرښو کې همدا ده.

  2. دا یو واضح حقیقت دی چه اسلامی ټیکه دارانو د اسلام تر نوم لاندی همیش د پنجاب تالی څټلی دی پنجاب هر راز دسیسی او پروګرامونه د پشتنو د ځپلو لپاره په کار اچوی۰
    د خواشینی خبره داده کله به پشتانه د پنجابی استبلیشمنت پر ضد یو موټی کیږی۰
    تر څو به مو دا اسلامی ټیکه داران د اسلام په نوم خطا باسی۰
    د خدای روی دی چه هوښیار یو موټی شی۰که یو یو اوسو نابود کیږو۰
    د پنجاب اداری د هری دسیسی مقابل کښی بیدار اوسی۰

    د پښتنو د یووالی په هیله

  3. جوړ په خیر ،زمری کاسی صاحب،
    هسی وسواس به در لویدلی وی،اوس اروپا کی نور مسایل یی ډیر دی،ډاډه اوسه هیڅ څوک تاسو نه قتل کوی.
    حضرت مجد دی صاحب سره دومره وخت نشته چه د ستا په ضد منفی تبلیغ وکړی.
    سویس،فرانسه،جرمن،ته ټول افغانان که ازبک دی که تاجک او که پښتانه یو شی دی،دا ملکونو سره دومره وخت نشته چه یو قوم پښتانه تباه کړی،
    پښتانه په کوم علت په کومه ګناه اروپایان غواړی چه تباه کړی؟
    په زرګونو پښتانه اروپا کی میشت دی،یو پښتون هم داسی نه دی واییلی چه زموږ سره بد رویه کیږی او تاجکانو سره ښه سلوک،
    که وکړی شی یو ځل روحی ډاکتر ته ورشی ښه به وی،د خپل صحت خیال ساته.والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب