جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب: د پاکستان جوړه شوې دروازه به ړنګه کړو

حمدالله محب: د پاکستان جوړه شوې دروازه به ړنګه کړو

تاند(دوشنبه،دسرطان ۳۰) د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب چې د ملي امنیت لوی رئيس، د کورنیو چارو وزیر، د سیمه ییزو ارګانونو مرستیال او د دفاع وزارت لوی درستیز یې ملتیا کوي د امنیت  او حکومتدارۍ د وضعیت د ارزونې په لپاره ننګرهار ولایت ته رسیدلی.

د ملي امنیت سلاکار په دې سفر کې د ننګرهار ولایت سرپرست والي تميم عارف مومند، یو شمېر محلي چارواکو، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، علماوو، ښځو، د مدني ټولنو او ځوانانو له استازو او په دغه ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سرتېرو سره ګوري او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اوري.

یو شمیر سرچینې وایي حمد الله محب وویل چې ننګرهار کې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه به ويجاړه کړي، او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په افغان خاوره کې دروازې او تاسیسات جوړ کړي. محب ویلې طالبانو د دې کار فرصت برابر کړى، او نورو ته یې موقع په لاس ورکړي ده.

محب په ننګرهار کې وویل، د ګاونډیو هیوادونو د اوبو ارمان به پوره نه شي، «مونږ د خاورې له لويشت لويشت څخه دفاع کوو.»

محب همداراز وویل، امامان او ولس دې د طالبانو له لوري د روانو وژنو پر وړاندې محافظه کاري پرېږدي، او دیني عالمان دې د افغانستان لپاره مذهبي جګړه وکړي.

د محب  په وینا په ننګرهار کې امنیتي اصلاحات راوستل کېږي او ډېر ژر به يو پياوړى والي ورته معرفي شي.

محب په داسې حال کې ننګرهار ته د امنیت او حکومتدارۍ د ارزونی سفر کړی چې له یو اړخه خلک د دور بابا ولسوالۍ څڅوبې کنډو سیمه کې د پاکستان د دروازې د جوړیدو په غبرګون کې د حکومت په پڅ دریځ نیوکې لري او له بل اړخه تازه ددغه ولایت پخواني والی شامحمود میاخیل هم له دندې استعفاء ورکړي ده.

3 COMMENTS

  1. یوازینی لوی کار چه باید وشی ولس ته د خدمت کولو مهم کار دادی
    چه د کنړ او کامی د برق بند او پروژه عمل کښی جوړ شی۰
    د کاغذ پر مخ هو د مرخوم محمد موسی شفق د پنځه کلن راتلونکی پلان برخه وه۰
    او تر اوسه د کاغذ پر مخ ډیری وعدی ننګرهاریانو ته ورکړل شوی۰هو اوبه بهیږی۰
    که پاکستان ته خپل زور ورمعلومول غواړی د جاسوسانو سترګو ته خاوری واچوی۰
    دا جراات وکړی او دکامی کنړ د برق پروژی تر عملی کار لاندی ونیسی ناکامورا مه هیروی۰
    تاسی بیا ددی کار خوند وګوری دکنړ سیند استنادی دیوال هم غواړی۰
    ډیره مننه

  2. دروازه به ړنګه نه سي کړای؟ دا يې ګز او دا يې میدان….

    د دوربابا د دروازې او د تورخم او بولدک د دروازو توپير په څه کي دی؟ که وایاست چي د بولدک او تورخم دروزاې د دوی په خاوره کي جوړي دي، نو خو دور بابا دروازه هم د دوی پر خاوره جوړه ده.
    په اصل کي دوی د ډیورند کرښي لپاره اساسي پلان نه لري، که د دور بابا دروازې ړنګولای سې، نو سم بسم الله کړئ چي د بولدک او تورخم هغې هم ایسته کړای سو.

    خو اساسي درسره نشته….نو چي دا نه شې کولای…
    بيا راسئ د ډېرو پيسو د فساد مخه ونيسئ او هغه اوبه مهار کړئ چي پاکستان خوا ته رواني دي، دومره يې مهار کړئ، چي یو څاڅکی هم ددوی خوا ته لاړي نه سي….

  3. په کنړ کی ډیر بندونه اساسی سروی د هند شرکتونو له لوری شوی چی شال بند د انرژی ظرفیت تقریبا ۱۰۰۰ میګاواټه ده او همدارنګه د ساګی بند هم دی او نور بندونه هم شتون لری کچیری دا بندونه مهار شی نو موږ افغانان په ځانکړی ډول د کنړ او مشرقی هیوادوال به د فقر او بیکاری څخه خلاص شی ځکه خو پاکستان تل کوښښ کوی چی په کنړ او ننګرهار باندی توغندیز بریدونه کوی او ناکامورا هم همدی هدف لپاره ترور او ووژل شو چی ټول مشرقی هیوادوال یی شاهدان دی

    سروبی دوم او ګمبیری بند او کنړ بندونه د بی کاری او فقر او د زراعت د پیاوړتیا او همدارنګه تولیدی فابریکو جوړښت د افغان ولس او نورو هیوادونو ته دسرمایه ګذاری لپاره ښه فرصت ده او د بیکاری له منځه وړلو لپاره ښه طرحه ده کچیری په واقعیت کی افغان دولت د بیکاری له مینځه وړلو کی ګام پورته کول غواړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب