تاند (دوشنبه، د سرطان ۳۰) په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد قایم وايي د کرونا ویروس د خپرېدو سره سره بیا هم سږ کال د چین له بېلا بېلو پوهنتونونو ۱۰۶ تنه افغان محصلان فارغ شول.
ښاغلي قایم وویل دغو محصلانو د چین په پوهنتونونو کې د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس دورو په کچه زده کړې وکړې.
په چین کې د افغانستان سفیر زیاتوي غوښتل یې ددغو محصلانو لپاره د سفارت په انګړ کې د مخه ښې ځانګړي مراسم جوړ شي، خو له کرونا ناروغۍ څخه یې د مخنیوي لپاره دغه کار نه دی تر سره کړی.
نوموړی وايي یواځې له هغو محصلینو سره یې کتلي چې د چین په پلازمېنه بیجنګ کې یې زده کړې کولې.
هغه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې سږ کال د حبیب ګل ځدراڼ په نوم یو محصل په خپل پوهنتون کې د غوره محصل لقب هم ګټلی دی.
چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې هر کال زیات شمېر افغان محصلینو ته د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس دورو تر کچې د زده کړو زمینه برابروي.