دوشنبه, مې 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهژوند ته مو شفا ورکړئ، له ځان سره مینه وکړئ| جنرال دولت...

ژوند ته مو شفا ورکړئ، له ځان سره مینه وکړئ| جنرال دولت وزیري

له ځان سره مینه:

مینه له معجزې ډکه شفا ده.

له ځان سره مینه زموږ په ژوند کې د معجزو غوندې کار ورکوي.

غرور او تکبر د ځان سره مینې ته نه وايي. دا یوازې ډار دی. ځان سره مینه خپل ځان ته زورور درناوي او د خپل وجود او ذهن د معجزې قدرداني ته وايي.

له ځان سره مینه:

د خپل ژوند له بهیر سره،

د ژوندي اوسېدو له کيف سره،

د هغې ښکلا سره چې موږ يې وينو،

له نورو سره،

له پوهې سره،

د ذهن له پړاوونو سره،

د خپل ځان له وړتیا سره،

له حیواناتو، مارغانو او کبانو سره،

د طبیعت له ښکلا سره،

او د کائناتو سره مینې ته وايي.

موږ کولای شو چې وګورو، په کومو حالاتو کې له ځان سره مینه نه کوو:

د الکولو او نورو نشه يي توکو له عادت سره،

کله چې فکر کوو چې د مینې وړ نه یو،

د خپل حق د نه غوښتلو په صورت کې،

په ګډوډۍ او بې نظمۍ کې ژوند کولو سره،

د بې ځایه لګښتونو په صورت کې،

د بیکاره او بې باوره ملګرو په ټاکلو سره، دا ټول په دې مانا دي چې موږ له ځان سره مینه نه کوو.

که د خپل ځان مثبت اړخونه هم رد کړو دې ته هم له ځان سره مینې نه کولو ته وايي.

ځان ته اهمیت نه ورکول له ځان سره د مينې نه کولو بل مورد دی. په دغه صورت کې موږ پريکړه نه شو کولای، فکر کوو چې پرېکړه به مو غلطه وي.

که مو فکر وي چې ماشومان له خپل وجود او خپلو ټولو کارونو سره مينه لري، له ځان سره د مینې جرئت له ماشومانو زده کړئ.

تاسو که ځان سره مینه لرئ،  په هنداره کې خپلو سترګو ته وګورئ او خپل ځان ته ووايئ چې هر ډول یم در سره مينه لرم.

د ډیرو خلکو همدا ستونزه وي چې فکر کوي دوی ښکلي نه دي نو تل ناراضه وي او له ځان سره مینه نه کوي، په ځانګړې توګه ښځې.

چاغ کسان د دې له پاره چې ډنګر شي غذايي رژیم نیسي، که تاسو ذهني غذايي رژیم ونیسئ له غذايي رژیم ګټور تمامیږي. بله لاره دا ده که ځان تائید کړئ او له ځان سره مینه وکړئ هیڅکله به غذايي رژیم ته اړتيا پيدا نه کړئ.

که په لنډو ټکو سره ووایو، په ډیر شمیر خلک دا فکر کوي چې دوی کافي غوره خلک نه دي، له دې کبله پر ځان انتقاد کوي او دغه بې ځایه انتقادونو ته له ځان سره مینه نه کولو ته وايي.

له پورته جملو څخه زده کوو چې:

د ژوند په هکله پراخ نظر لرل زیان نه لري.

له ځان سره مینه موږ د ژوند لوړو پړاوونو ته رسوي.

زموږ په ژوند کې هر څه غوره دي.

د صالح محمد (صالح) ژباړه

کتاب: ژوند ته دې شفا ورکړه

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب