جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهایران، نیمروز او هرات ولایتونو ته د برېښنا پر لېږد او د...

ایران، نیمروز او هرات ولایتونو ته د برېښنا پر لېږد او د بادي برېښنا په تولید کار کوي

تاند (جمعه د میزان ۴) ایراني چارواکو زرنج او هرات ښارونو ته د برېښنا د لېږد او هلته د بادي برېښنا د تولید ژمنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ژمنه کابل ته له ایران څخه راغلي فني او تخنیکي پلاوي ورسره کړې ده.

یاد پلاوي چې مشري یې د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال همایون حایري کوله د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلي، د سوداګرۍ، ټرانزیټ، او برېښنا په برخو کې به له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

په دې لیدنه کې محمد حنیف اتمر هم په خپلو خبرو کې ویلي، افغانستان د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی.

دغه راز ایران او افغانستان په خپلو کې د هر اړخیزو همکاریو یو سند هم لاسلیکوي چې د طرحې په بشپړېدو یې عملاً کار روان دی.

د سند د لاسلیک کېدو خبره وروسته تر هغه مطرح شوه، چې څه موده وړاندې په ایران کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې.

دواړو هېوادونو ښه وګڼله چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره یو سند لاسلیک کړي څو د کډوالو حقونه خوندي او د تاوتریخوالي ورته پېښې تکرار نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...