یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد لویې جرګې په تالار کې د ډاکتر نجیب د وژل کېدو...

د لویې جرګې په تالار کې د ډاکتر نجیب د وژل کېدو د تلین غونډې مخه نیول شوې

تاند (جمعه د میزان ۴) د لویې جرګې په تالار کې د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب د وژل کېدو تلین غونډه لغوه شوې ده.

د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو د تلین غونډې کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې وه چې سبا شنبه (د میزان په پینځمه) نېټه د لویې جرګې په تالار کې د نجیب الله د وژل کېدو تلین غونډه جوړه شي.

د یاد کمیسیون په اعلامیه کې زیاته شوې د معلومو او نامعلومو دلایلو له امله په دې تالار کې ددې غونډې د جوړېدو مخه نېول شوې ده.

د دغه کمیسیون غړو ویلي، د هېواد د اساسي قانون پر اساس د داسې ناستو جوړول د خلکو حق دی، خو په دې ډول مخنیوی یې د بیان د ازادۍ د محدودیت مانا لري.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو د لویې جرګې په تالار کې د ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو د تلین غونډې له جوړېدو سره مخالفت ښودلی و.

8 COMMENTS

  1. که د جنرال حمید ګل د مردارېدو، یا د لنډغرو د مشر او یا هم د هغه چا چې د خلکو په سرونو کې مېخونه ټکول، د تلین غونډه په دې تالار کې ونیول شي، بیا به هېڅ خبره هم نه وي. دوی د نجیب سره ځکه دښمني لري چې خلک یې نسبت دوی ته خوښوي. جهادي مشران ځکه د دې کار سره ضدیت ښي جې د دې هېواد اصلي دښمن او بربادوونکي همدوی دي او د نجیب د یادولو څخه شرمېږي. ښه به دا وي چې هرڅه یا هره پدیده په نسبي توګه وارزوو. پاک خلک یا ملائیکې نشته. درناوي

  2. شهید دوکتور نجیب الله یو پښتون ، افغان او وطندوسته انسان وو . هغه په مېړانه او شجاعت سره ژوند وکړ. د ژوند ترپایه یې ذلیل پنجابي دښمن ته سر ټیټ نه کړ . له خپل هېواد نه یې له 1365 – 1370 پورې په شجاعت او افتخار سره ساتنه وکړه . افغانستان راتلونکي نسلونو ته یې یوه قوي ، مجهزه او روزل شوې اردو په میراث پرېښوده . پنجاب د خپل اتم بم په درلودلو سره له افغان انقلابي او مېړنۍ اردو نه تل په لړزه کې وو. هېڅ پنجابي الوتکې دافغانستان د خاورې په سر پرواز ونشوکړای او د پنجاب یوه مرمۍ مخامخ د افغانستان په خاوره ونه توغول شوه .
    د باختر خزانه یې د افغانستان نوی نسل ته په ډېر احتیاط او مهارت سره وساتله . د هغه د واکمنۍ په پنځه کلنې دوره کې ټول کارونه او اجراآت د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره شويدي ، هېچا له قوانینو سرغړونه ونه کړه . دا د هر سیاسي اقتصادي نظام صلاحیت دی چې د خپل مخالفینو په مقابل کې جدي اوسي . بنا که کوم چا ته ضرر او صدمه رسېدلي وي ، تر ډېره به د هغوي ملامتي وي چې له نافذه قوانینو نه یې سرغړونه کړېده . البته د محلي واکمنانو تشدد او د پردې تر شا کېدای شي یو شمېر هېواد وال مظلوم واقع شوی وي.
    خو متأسفانه د جنرال حمیدګل او ملا فضل رحمن ، مولانا سمیع الحق او قاضي حسین احمد وفادارو شاګردانو دا منظمه اردو ړنګه کړه ، ټول تجهیزات او مهمات یې ذبون او ظالم پنجاب ته په تحفه کې ورکړل . افغانستان یې په کنډوالو بدل کړ، په زرګونو کابل ښاریان یې د خپل منځي انډوخر په پایله کې شهیدان کړل او یا یې مهاجرت ته اړ کړل.
    د شهید دوکتور نجیب الله روح د ښاد وي ، جنتونه یې نصیب شه .

  3. زما په نظر خبره د دوستانو د پورته دوو تبصرو په حقانیت یا عدم حقانیت کی نه ده بلکه خبره پدی کی ده چی:
    ممکن د وولس د هغی برخی شمیر زیات وی کوم چی هم نجیب نفی کوی او هم د پنجاب مزدوران.
    د پنجاب د مزدورانو په پلیدی شک نسته خو دا به په هیڅ توګه د کرغیړنی لوبی د بل اړخ یعنی شوروی د مزدورانو د برائت په معنی نه وی.
    بله تبصره می افغان جرمن ته لیږلی ده که د سانسور له ساطور څخه روغه ووځی.

  4. دا د جنرال خمید ګل /ضیا والحق ملعون او نوزشریف نوکران دی چه د نجیبالله مخالفت کوی۰
    مرحوم ډاکتر نجیب الله ددی خاوری اصیل بچی وو ددی وطن په لار کښی یی ځان قربانی کړو روخ دی ښاد وی دشمنان دی نابود او شرمنده وی
    دا باید ووایم چه ای خاینانو نجیب د وطنوالو په زړونو کښی ځای لری مننه

  5. کامه وال صیب!
    دا ډول بحثونه نه باید په خښمګینه روحیه تر سره سی.
    کنځاوی او سپکی او لعنت ویل د هر چا زده دی خو د احساساتو کنترول به مناسبه او معقوله کړنه وی.
    ملی – انسانی مباهلې ته باید اړتیا پیدا نه سی.

  6. زه د داکټر نجیب طرفدار نه یم. د افغانستان دا ټوله دربدري همدې کمونستانو شروع کړه او دا تر اوسه یې نتیجه ګورو. خو که د لعین مزاري، رباني او دا نورو پنجابي تالي سټو، جنم ته د تګ ورځ لمنځل کېږي، نو د داکتر نجیب الله سپي هم پر دوی او دا نورو جهادي دلالانو شرف درلود او تلین بې باید ولمانځل شي. حیف د هغو پاکو او با غیرته مجاهیدینو چې ددې بیغرته او بې عزته دلالانو تر قومندې لاندې یا شهیدان یا معیوبین شول او یا هم اوس د فقر او دربدرۍ ژوند تېروي. که په افغانستان کې امریکایي او ناتو قواووې او ځواکونه نه وي ته به سبا وګورې چې دا په نامه جهادي دلالان بیا خپل د بادارنو په امر د یو بل پرتګونه باسې که نه. طالب دلال یې بل ښه مثال دی.
    بخښنه دې وي.

  7. د امریکا مکاری فریبی دیموکراسی لتبلیغاتو سره په ۲۰۰۱ کال کښی خپل ټول جاسوسان ، قاتلان او چپاولګران د ملت پر اوږو سپاره او ددوی څخه ئي ځینی اتلان او مارشالان کړل او ځینی قاتلانو ته موقع ورکړۍ شوه چی د افغانستان نامداره تاریخی زعیمان او واقعی اتلان ملت ته د پښتنو اقلیت دکتاتوران اعلان کړی او اوس د ملت تباهی تهداب کيښودونکی کمونیستی غلامانو هم جرأت پیداکړ چی دوی هم قطاره قاتلان او وطنفروشه اتلان معرفی کړی ، دی ته وائي د بیان ازادی انارشی !!! ظالمو امریکا سیاسیونو دا ټول قاتلان او جاسوسان او اسلام سوداګر ملیاردران کړل او هڅه کوی چی ددی قاتلانو حلقی سره دا نوره جاهل قاتل غلامان هم یو ځای کړی او ددوی تبلیغی جاسوسان هلی ځلی کوی چی ددوی راتګ د فریبی صلحی شعار لاندی داسی تود وساتی چی بی لدی په افغانستان کښی ارامی او امنیت نشی راتللۍ ! واقعیت دادی که امریکا وغواړی چی افغان ملت ته صادق شی او افغان ملت باندی د صلحی او امنیت پیرزوینه وکړی نو خپل غلامان ډیر ژر د صحنی څخه ایستلۍ شی او یو ملی حکومت زمینه برابره کیدای شی اما دا انسانی او اخلاقی صفات ددوی په چتل سیاسی مرامونو کښي وجود نلری ، څه شول د افغانستان نوی راپیدا شوی تاریخدانان او ولی خاموشه دی ؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب