تاند (جمعه د میزان ۴) له هغه وروسته چې ګلبدین حکمتیار د ولسمشر په دویم مرستیال سرور دانش نیوکې وکړې او هغه یې یو اشغالګر او شریر انسان یاد کړ، دانش تازه په خپلو څرګندونو کې ویلي، ګلبدین حکمتیار دې جمهوریت ته درناوی ولري او له ناسمو څرګندونو دې ډډه وکړي.
سرور دانش د ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو په غبرګون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د حکمتیار خبرې له کینې و حسد ډکې او حقیقت نه لري.
په اعلامیه کې د سرور دانش له قوله ویل شوي، د حکمتیار له وروستیو څرګندونو دا معلومېږي چې هغه له تشیع مذهب معلومات نه لري او په دې ډول یې د یوه مذهب پیروانو ته سپکاوی کړی دی.
دانش یو ځل بیا د سلطنتي نظام او امارت په اړه پر خپل دریځ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د سلطنتي نظام پرمهال له یوه خاص قوم څخه یوې وړې ډلې، پر خلکو استبدادي او دیکتاتوري حکومت کاوه.
سرور دانش دغه څرګندونې وروسته تر هغه کړي چې ګلبدین حکمتیار له ملي راډیو تلویزیون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، دانش ایراني تابعیت لري او د سدوزیو او محمدزیو پاچاهانو په اړه د هغه څرګندونې شرارت او د سولې پروسه ګډوډول دي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د سرور دانش د وروستیو څرګندونو په اړه ویلي وو، پښتانه د هر اشغالګر پر وړاندې د ازادۍ په جنګ کې تل مخکښ وو، او مشرانو ته یې سپکاوی یو ستر شرارت دی.
ښاغلي حکمتیار دغه خبرې د ولسمشر غني د دویم مرستیال سرور دانش د هغې وینا په رابطه کړي چې په بامیانو کې یې د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د تېرو ۲۳۰ کالونو واکمنان چې نژدې ټول پښتانه ول مستبد او دکتاتور بللي وو.
سرور دانش بې دانشه خر دی، انسانیت نلري.
پکار ده چې د هیواد سترو ملي اتلانو او د ننګ او قربانۍ نه ډاک تاریخ ته درناوی وکړي.
د افغانستان سلطنتي نظام په خپل وخت سره یو ښه او زرین دور و، او زمونږ تاریخ زمونږ ویاړ دی، پښتانه د دې هیواد مخکښ قربانیان او ساتونکي دي.
بې دانشه د ایران شیعه تبره خمینې زیږنده ده، چې د افغانانو تاریخ پسې سپکې سپورې وایي.
سرور لب دانش پخپله د ټول پښتون قوم بیاحترامی کړی او دی باید پښيمانی او عذر وړاندی کی , دی د بل چا نوکر د افغانستان دښمن دی ، بې دانشه د ایران شیعه تبره خمینې زیږنده ده، چې د افغانانو تاریخ پسې سپکې سپورې وایي.