سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeکلتورد علي‌بابا نړۍ؛ کتاب چاپ شو

د علي‌بابا نړۍ؛ کتاب چاپ شو

د علي‌بابا نړيوالې کمپنۍ په اړه به مو اورېدلې وي، دا کمپنۍ په نړۍ کې د الکترونيکي تجارت مخکښ نوم دی. بنسټ يې په ۱۹۹۹ زېږديز کال کې د چين په بېجېنګ کې په يوه ورکوټې ودانۍ کې اېښودل شوی. جک‌ما  د دې کمپنۍ اصلي بنسټګر دی، نوموړی د نړۍ له مشهورو او شتمنو څېرو له ډلې دی، په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې يې خالصه شتمني له پنځوس مېليارده ډالرو زياته ښودل شوې. دا چې دا کمپنۍ ولې د علي‌بابا په نوم ياديږي، په دې اړه د کتاب پاڼې وپلټئ.

دا ژباړل شوی کتاب تازه په کابل کې د ۱۴ نورو پښتو کتابونو سره سروش کتابپلورنځي په ښکلې بڼه له چاپه را وېستلی.

په دې کتاب کې د پورتر اريسمن له خولې د علي بابا نړيوالې انټرنېټي کمپنۍ له مديرانو او بنسټګرو سره د يو ځای کېدو کيسه اورو. اريسمن لومړنی بهرنی کارکوونکی و چې له علي بابا سره يو ځای شو او له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د دې کمپنۍ د نړيوالې بازار موندنې مدير و. نوموړی په علي بابا کې له هسکو ټيټو را ته وايي او لوستونکي ته دا ښيي، يو ساده ښوونکی (جک‌ما) چې دوه ځلې پوهنتون ته د داخلېدو په آزموينه کې هم پاتې راغی، وروسته يې څه ډول د علي بابا کمپنۍ رامنځته کړه. دا چې يوه ورکوټې او نوې کمپنۍ د سترو نړيوالو کمپنيو سيالۍ ته دانګي او هغوی ته ماتې ورکوي او په نړيواله کچه د کاروبار بڼې ته بدلون ورکوي، دا ټول په دې کتاب کې لوستلای شئ.

هېره دې نه وي چې د علي بابا بنسټګر (جک‌ما) په ژوند کې له سترو ننګونو او ناخوالو سره مخ شوی، د ژوند داستان يې عجيب او حيرانوونکی دی، جک د لويو او چټکو پرېکړو وړتيا درلوده، له ستونزو سره په زغرده جنګېدلی، لوړې موخې يې ټاکلې او له خپل ټيم سره يو ځای يې موخو ته د رسېدو لپاره زيار ګاللی. کتاب لوستونکو ته دا پيغام ورکوي چې ستونزې، کړاوونه او ماتې په ژوند کې بريا ته د رسېدو اصلي لارې دي.

د کتاب يوه ښه ځانګړنه دا ده چې موضوعات پکې د کيسې يا داستان په بڼه بيان شوي دي چې لوستونکي ته د لوستلو انګېزه او زغم ورکوي. هېره دې نه وي چې دا کتاب په ځانګړي ډول هغو ځوانانو ته ډېر څه لري چې د ژوند له ستونزو او ناخوالو سره سره د يو نوي کاروبار د پيل په فکر کې دي؛ بل‌خوا نړۍ د برېښنايي کېدو يا الکترونيکي کېدو پر لوري چټک ګامونه ږدي او کاروبارونه هم الکترونيکي بڼه خپلوي؛ په افغانستان کې هم په دې وروستيو کې په دې برخه کې پانګونې ته نوې هيلې را ټوکېدلې، ځينو ځوانانو دې برخې ته را دانګلي دي؛ خو دا چې په دې برخه کې تر کومه بريده تخصص او معيارونو ته پام شوی دا بېله موضوع ده؛ د دې کتاب د ليکوال اصلي موخه دا ده چې نور ځوانان د علي‌بابا نړيوالې کمپنۍ له تجربو خبر کړي او د کاروبار اصلي تګلوری ورته وښيي؛ هيله ده کتاب د لوستونکو لپاره ګټور تمام شي.

د کتاب ژباړن: محمدحامد اکبري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب