سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغانانو لپاره د ویزې په ورکړه کې اسانتیا راولي

پاکستان د افغانانو لپاره د ویزې په ورکړه کې اسانتیا راولي

تاند(جمعه، د میزان ۴) د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس وايي، افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکولو په پالیسۍ کې بدلون به د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګري کې راکړه ورکړه وغوړوي.

د ملي اسمبلۍ رییس اسد قیصر دا خبره تیره ورځ د افغانستان له سرپرست سفیر رحمت الله قطره سره په لیدنه کې کړې ده.

تېره اوونۍ په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي وو چې یوه نوې پالیسي یې وړاندیز کړې چې له مخې به یې په ځانګړي ډول افغان محصلانو، سوداګرو، پانګه والو او ناروغانو ته د ویزې شرایط اسانه کړي.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس اسد قیصر دا وړاندیز د سوداګرو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو لپاره ګټور وباله.

اسد قیصر دا خبرې داسې مهال کوي چې له تیرو څو میاشتو راهیسې د کورونا له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاره تړل شوې ده چې ګڼ خلک یې له ستونزو سره مخ کړې دي.

1 COMMENT

  1. لعنت دې په چټلستان وي له ويزه سره یې. لومړې هغه زرګونه کانتینر مالونه چې ستاسو په بندرونو کې بند دی خوشې ګړي. بیا د نورو تجارانو غمه وخوری. څومره بې شرمه حکومت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب