جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeسپورتکېنګز الېون پنجاب د ۹۷ منډو په توپير بنګلور ته ماتې ورکړه

کېنګز الېون پنجاب د ۹۷ منډو په توپير بنګلور ته ماتې ورکړه

تاند ( جمعه، د میزان ۴) د هند په کورني کرکت آی پي اېل کې شپږمه لوبه کې کېنګزاليون پنجاب لوبډلې د ۹۷ منډو په توپير رایل چلېنجرزبنګلور لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

دا په روانو لوبو کې د پنجاب لوبډلې لومړنۍ بریا ده چې ترلاسه کوي يې.

په یاده لوبه کې لومړی توپ وهنه د پنجاب لوبډلې وکړه، چې د لوکېش راهول د سليزي په مټ يې سيالې لوبډلې ته د ۳ لوبغاړو په سوځيدو ۲۰۶ منډو هدف وټاکه.

لوکش راهول لومړی لوبغاړی شو چې په ديارلسم پړاو ای پي ايل سياليو کې سليزه جوړوي.

نوموړې د ۷ شپږيزو او ۱۴ څلوريزو په مټ په ۶۹ توپونو باندې ۱۳۲ ناسوځيدلې منډې جوړې کړې.

د ده تر څنګ اګروال ۲۶ او پورن ۱۷ منډې تر لاسه کړې.

په مقابل کې د بنګلور لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو يې يوازي ۱۰۹ منډې جوړې کړې.

د ای پي ايل سياليو په اوومه لوبه کې نن ماښام شپږ نيمې بجې چنای سوپرکېنګ د ډهلې کپيټلز لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...