سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد وایي ورانکارې کړۍ نه غواړي افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي

خلیلزاد وایي ورانکارې کړۍ نه غواړي افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي

تاند (جمعه ، د میزان ۴) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، یو شمېر ورانکارې کړۍ نه غواړي، چې افغانستان کې روانه جګړه د یو سیاسي جوړجاړي له لارې ختمه شي.

که څه هم خلیلزا د کوم هېواد یا ادارې نوم په ښکاره نه دی اخيستی خو زیاته کړې یې ده، چې  دا کړۍ په افغان جګړه کې خپلې ګټې ویني.
نوموړي د امریکا د سولې انسټیټیوټ سره په خبرو کې ویلي، دوحه کې روانو بین الافغاني مذاکراتو کې ښکېلو غاړو په خپله نه غوښتل، چې کوم بهرنی لوری دې هم دې خبرو کې ناست وي.

هغه ویلي،‌ له ایران پرته د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو د افغان سولې د روان بهیر ملاتړ کړی دی.

خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې دې خبرو کې د بریا هېڅ‌ تضمین نشته،‌ ځکه د ښکېلو غاړو ترمنځ بې باوري او خپګان ډېر دی.

نوموړی وایي‌ امریکا پر دواړو خواو غږ کوي‌، چې روان تاوتریخوالی کم کړي،‌ ځکه په خبره یې همدا ټکی روانو مذاکراتو کې مرسته کولی شي.

1 COMMENT

  1. دا شل کاله شول چې ویل کېږي او لاهم اورو چې پټ لاسونه، مرموزې څېرې، پټې کړۍ او داسې نور. خو هېچا په زغرده و نه ویل چې دا پټې او مرموزې کړۍ څوک دي. کرزي هم ویل یو شمېر پټې کړ ۍ، غني هم وایي پټې کړۍ ، خلیلزاد هم وایي پټې کړۍ ، طالبان هم وایي یو شمېر پټې کړۍ. د ټلوېزیون په پرده هم ګورو چې وایي پټې کړۍ، نولعنت دې وي په دې پټو کړیو چې دا څومره قوي کړۍ دي چې څوک ان امریکا یې هم له ډاره نوم نشي اخستلای خو سوله غواړي. ښه نو اوس تاسو ووایئ چې ولې او څنګه به سوله راشي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب