جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهوېلیم تاد په افغان سوله کې د امریکا او پاکستان مرسته اړینه...

وېلیم تاد په افغان سوله کې د امریکا او پاکستان مرسته اړینه بولي

تاند ( جمعه، د میزان ۴) د پاکستان لپاره د امریکا تازه ټاکل شوي سفیر د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ همکاري په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره اړینه ده.

تاد زیاته کړې، چې په افغانستان کې سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده او دغې موخې ته د رسېدو لپاره د دواړو هېوادونو مرسته اړینه ده.

نوموړي ویلي، ټول هېوادونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ګډې ګټې پېژني او په خبره يې اسلام آباد د داسې شرایطو په رامنځته کولو کې کليدي رول لوبولی، چې د افغان حکومت او طالب مشرانو د سولې خبرو اترو تاریخي پیل ته يې لار هواره کړې ده.

هغه  زیاته کړې دا د پاکستان لپاره یو فرصت دی، چې په سیمه کې نوی او غوره رول ولوبوي.

د پاکستان لپاره د امریکا تازه ټاکل شوي سفیر داسې مهال په افغان سوله کې د پاکستان او امریکا پر مرستې ټینګار کوي، چې په دوحه کې د طالب او افغان پلاوو ترمنځ له شاوخوا دوه اونیو بحثونو وروسته لاهم دواړه لورې د خبرو لپاره یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...