سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهامریکا یوځل بیا د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب وړاندیزکړی

امریکا یوځل بیا د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب وړاندیزکړی

تاند ( جمعه، د میزان ۴) د پاکستان لپاره د امریکا سفیر وېلیم تاد ویلي، په کشمیر کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو اترو کې خپل رول ادا کولی شي.

امریکا دغه وړاندیز په داسې حال کې کړی، چې هند او پاکستان یو ځلې بیا په کشمیر کې د ډزبندۍ خلاف تورونه لګولي دي.

د راپورونو له مخې وړمه ورځ د هندي ځواکونو له لوري دوه تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي، چې په ځوابي برید کې د هندوستان پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویلیم تاد د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته په خپله وینا کې په پاکستان او هندوستان غږ کړی، چې په خپلو منځو کې دې تاوتریخوالی کم کړي.

د یادونې ده ، چې له دې وړاندې ډونالډ ټرمپ هم د هند او پاکستان تر منځ د منځګړتوب وړاندیزکړی وو خو، هند یې په ځواب کې ویلي وو، چې په دوه اړخیزو مسایلو کې د درېيمګړي مداخله نه غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی