چهارشنبه, نوومبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه ټول هېواد کې د صرافانو کاري اعتصاب لاهم دوام لري

په ټول هېواد کې د صرافانو کاري اعتصاب لاهم دوام لري

تاند ( جمعه، د میزان ۴) د هېواد په مرکز او ولایتونو کې صرافانو د تېرې ورځې راهيسې کاري اعتصاب پيل کړی.

د صرافانو د اتحادیې مسولان وايي دوی دا اعتصاب د بلخ د صرافانو ټولنې د مشر د تښتونې او د صرافانو او سوداګرو امنیت ته د حکومت د نه پاملرنې په غبرګون کې پیل کړی دی.

دوی ګواښ کوي که یې دولت دامنیت خوندیتوب ته پاملرنه ډيره نه کړي خپلې پانګې به له دې هېواده وباسي.

په ورته مهال د سوادګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، چې صرافانو په کابل کې ۸ لوی د صرافۍ مارکېټونه او په ټولو ولایتونو کې د صرافانو هټۍ تړلې دي.

دی وایي دغه کاري اعتصاب خلکو او صرافانو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړوي.

خوصرافانو وایي د دوی کاري اعتصاب به تر هغه دوام ولري، څو حکومت په دې اړه ورته مثبت ځواب ووایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو انځور زر خبري | غني حسن

مقدمه: ځیني انځورونه لکه شعرونه د هنري ظرافتونو تر څنګ استعارې، کنایې او سمبولونه هم لري، چي له دې سره نو یو عالم فکري ماناوي...