یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهامریکا کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۷ ميليونو ته ورسېد

امریکا کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۷ ميليونو ته ورسېد

تاند ( شنبه، د میزان ۵) د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې په کورونا وبا د اخته کسانو شمېر نږدې اوه میلیونه ته ورسېد.

سرچینه وایي دغه راز له دې ویروس څخه د مړو شمېر څه باندې ۲۰۳زره ته رسېدلی دی.

د معلوماتو له مخې امریکا په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې کورونا ویروس په کې ډېر کسان مړه کړي‌ او ډېر کسان په کې په دغه ویروس اخته دي.

له امریکا وروسته هند دی، چې څه باندې ۵.۸ میلیون کسان پکې په یاد ویروس اخته شوي او شاوخوا ۹۲زره نور مړه شوي دي.

په برازیل کې بیا ۴.۶ میلیون کسان په دغه ویروس اخته دي‌ او ۱۳۹زره نور مړه شوي‌ دي.

کورونا ویروس په امریکا کې نه یواځې چې د اخته کسانو شمیر پکې تر نورو هېوادنو لوړ دی زرګونه کسان یې هم بې روزګاره کړل چې ویل کېږي اوس په سخت حالت کې ژوند لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب